Apr 06, 2023 11:09 Asia/Kabul
  • د ایران او د عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو کتنه وکړه

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د سعودي عربستان د باندنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د چین هیواد په پلازمینې پیکینګ کښې له یوبل سره کتنه وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سعودي عربستان او د ایران ترمینځ د ډيپلوماټیکو اړیکو د له سره پیلولو په هکله د عربستان له خارجه وزیر فیصل بن فرحان سره د کتنې او د خبرو اترو لپاره بیګا د یوه پلاوي په مشرۍ پیکینګ ته تللی دی.

د ایران او د سعودي عربستان خارجه وزیرانو د دوه اړخیزه اړیکو په له سره پیلیدا باندې ټينګار سره د دواړو هیوادونو د سفارتونو او د کنسولګریو د بیرته پرانیستلو په لاره کښې د اجرايي ګامونو په هکله هم خبرې وکړې.

په پیکینګ ښار کښې د ایران او د سعودي عربستان ترمینځ د خبرو په وخت دواړو هیوادونو د تیرې مارچ میاشتې په لسمه نیټه موافقه وکړه چې له اوو کلونو وروسته خپلې ډيپلوماټیکې اړیکې له سره پیل کړي.

د ایران او د عربستان د موافقې پراساس د دواړو هیوادونو خارجه وزیران به له یوبل سره په کتنې سربیره د سفارتونو د پرانیستلو او د سفیرانو د تبادلې او دغه راز د اړیکو د له سره پیلولو لپاره نورې ضروري زمینې برابرې کړي.

 

ټیګونه