Apr 06, 2023 12:51 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزیر له فیصل بن فرحان سره خبرې ښې وبللې

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سعودي عربستان له خارجه وزیر فیصل بن فرحان سره خبرې ښې وبللې او ویې ویل خبرې ښې او مخ پر وړاندې وې.

حسین امیر عبداللهیان د سعودي عربستان له خارجه وزیر فیصل بن فرحان سره د کتنې د جزیاتو په هکله وویل د تهران او د ریاض د ډيپلوماټیکو اړیکو په رسمي ډول پیلیدل، د حج عمره له سره پیلیدل، اقتصادي او تجارتي ملګرتیا، د دواړو هیوادونو د سفارتونو او د کنسولګریو بیرته پرانیستل، د سیمې په ثبات، پایداره امنیت او پراختیا باندې ټینګار د ګډې اجنډا او د موافقې وړ موضوعاګانې دي.

 

ټیګونه