Apr 06, 2023 14:19 Asia/Kabul
  • د امیر عبداللهیان او د فیصل بن فرحان رسمي کتنه؛ د ایران او د عربستان د اړیکو احیا کیدل:-

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د سعودي عربستان د باندنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان نن د چین په پلازمینې پیکینګ کښې کتنه او د دوه اړخیزه اړیکو د احیا په اړه موافقه وکړه.

د ایران او د سعودي عربستان اړیکې له دوه زره شپاړسم میلادي څخه غوڅې شوې.

له اوو کلونو وروسته او د چین په مینځګړیتوب سره ایران او سعودي عربستان د روان میلادي کال په تیرې مارچ میاشت کښې د اړیکو د له سره ټینګولو لپاره موافقه وکړه.

ټاکل شوي وه چې په دوو میاشتو کښې د ایران او د  عربستان د بهرنیو چارو وزیران کتنه وکړي او د اړیکو احیا کیدل ترسره شي.

د ایران او د عربستان د بهرنیو چارو د وزیرانو حسین امیر عبداللهیان او د فیصل بن فرحان ننۍ کتنه د پیکینګ له موافقې یوه میاشت وروسته وشوه.

په تیرې میاشت کښې د ایران او د سعودي عربستان خارجه وزیرانو درې ځله له یوبل سره ټیلي فوني خبرې کړي وې.

دغه چلندونه ښودنه کوي چې هم د ایران اسلامي جمهوریت او هم سعودي عربستان د اسلامي نړۍ او د لویدیځې اسیا سیمې د دوو مهمو او اصلي قدرتونو په توګه په دوه اړخیزه اړیکو کښې د تاوتریخوالي د ختمولو او د اړیکو د احیا او پراخولو لپاره جدي اراده لري.

په همدې لړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د سعودي عربستان او د ایران د بهرنیو چارو د وزیرانو فیصل بن فرحان او د حسین امیر عبداللهیان له نن ورځې کتنې وروسته وویل د ایران او د سعودي عربستان ترمینځ رسمي اړیکې له نن څخه فعالې شوي دي.

بله موضوع دا ده چې د ایران او د عربستان د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمینځ د خبرو اترو چورلیزونو وښودله چې د دواړو هیوادونو ګروهنه یوازې د سیاسي اړیکو د احیا لپاره نه ده بلکې دواړه هیوادونه په کلتوري او اقتصادي برخو او دغه راز په سیمه ئیزو چارو کښې د ملګرتیا پراخولو ته توجه کوي.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په چین کښې د عربستان له بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان سره له نن ورځې کتنې وروسته په ټویټر پیغام کښې ولیکل د تهران او د ریاض د ډيپلوماټیکو اړیکو په رسمي ډول پیلیدل، د حج عمره له سره پیلیدل، اقتصادي او تجارتي ملګرتیا، د دواړو هیوادونو د سفارتونو او د کنسولګریو بیرته پرانیستل او د سیمې په پراختیا ، پایداره امنیت او ثبات باندې ټینګار د ګډې کاري اجنډا او د موافقې وړ موضوعاګانې دي.

بل مهم ټکی دا دی چې د حسین امیر عبداللهیان او د فیصل بن فرحان ننۍ کتنه او د ایران د اسلامي جمهوریت او د سعودي عربستان د اړیکو احیا کیدل د لویدیځې اسیا سیمې د امنیت او دغه راز د هیوادونو د ګټو په هکله د تهران او د ریاض په چارواکو کښې د ګډ اخیستون او د یوه درک له بڼه خپلیدا څخه  سرچینه اخلي.

په حقیقت کښې ایران او عربستان دغه  ګډ درک ته رسیدلي دي دوه اړخیزې ګټې به د اړیکو د غوڅيدا او د دښمنۍ د زیاتیدا په سیوري کښې تامین نشي بلکې د ملګرتیاو د زیاتیدا او د اړیکو د پراختیا په سیوري کښې به  لاس ته راشي.

په عین حال کښې د لویدیځې اسیا سیمې امنیت به هم د ایران او د عربستان ترمینځ د تاوتریخوالي او د اختلاف په زیاتیدا او په بهرنیو قدرتونو باندې د اړوندوالي په ډیریدا او د لویدیځې اسیا سیمې په چارو کښې د دغو خارجي هیوادونو په لاسوهنې سره تامین نشي بلکې د سیمې د قدرتمنو هیوادونو په تیره بیا د ایران او د عربستان ترمینځ ملګرتیا به د سیمې لپاره ډیر امنیت رامینځته کړي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي په دې هکله د حسین امیر عبداللهیان او د فیصل بن فرحان کتنې ته په اشارې سره وویل دواړو لورو د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا او له داخل څخه د امنیت په ټینګولو تاکید وکړ.

اخري خبره دا چې د ایران او د عربستان ترمینځ د تیرې میاشتې له موافقې وروسته د لویدیځې اسیا سیمې په سویې سیاسي بدلونونو وښودله په هره اندازه چې اسلامي هیوادونه په اړیکو کښې اختلاف کم کړي او د اړیکو د پراختیا او د ملګرتیا په لور ګام پورته کړي په دغه سیمه کښې به ډیر امنیت او ثبات واکمن شي.

هیله کیږي چې د ایران او د سعودي عربستان د خارجه وزیرانو ننۍ کتنه چې د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمینځ په لوړه سویه سیاسي کتنه وه د سیمې د امنیت او د ثبات لپاره ډیرې او لا ښکاره مثبتې پایلې ولري.

 

ټیګونه