Apr 10, 2023 04:40 Asia/Kabul
  • د ایران یو پلاوی سعودي عربستان ته ورځي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت د فارس خلیج د چارو مسوول علیرضا عنایتي د روانۍ اونۍ په پاې کښې سعودي عربستان ته د ایران د یوه پلاوي د سفر خبر ورکړ.

هغه پرون وویل د ایران د اسلامي جمهوریت پلاوی به  د دوو جلا جلا پلاویو په چوکاټ کښې په جدي او ریاض کښې دیره شي چې په عربستان کښې د ایران د سفارت او د کنسولګرۍ د بیرته پرانیستلو لپاره د چمتووالي او د ودانیو د مرمتولو لپاره ضروري اقدامات ترسره کړي.

علیرضا عنایتي د ایران او د عربستان ترمینځ د ترسره شویو موافقو په هکله وویل د دواړو هیوادونو ترمینځ د هوايي ټرانسپورټ په موافقې کښې ټینګار شوی دی چې فني پلاوي له یوبل سره خبرې وکړي چې دغه موافقه فعاله کړي.

د ایران اسلامي جمهوریت او د سعودي عربستان څو ورځې مخکې د چین په مینځګړیتوب سره موافقه وکړه چې له اوو کلونو وروسته خپلې دوه اړخیزه اړیکې له سره ټینګې کړي کومې چې له دوه زره شپارسم میلادي کال څخه غوڅې شوي وې.

 

ټیګونه