Apr 21, 2023 11:50 Asia/Kabul
  • اسلامې ایران کې د شنبې په ورځ د کوچني اختر لمونځ تر سره کیږي

ټاکل شوې سبا سهار په ټوله ایران او په تهران کې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په امامت د اختر لمونځ د امام خمینی ره په مصلي کې تر سره شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د اختر د لمانځه کمیټې اعلان وکړ، په تهران کې د اختر د لمانځه لپاره د مصلې دروازې د سهار له اذان وروسته د لمونځ کوونکو لپاره پرانیستل کیږي.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په امامت وروستی ځل د کوچني اختر لمانځه په ۱۳۹۸ لمریز کې کال کې تر سره شوی و.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د دفتر د بیانیې له مخې، نن جمعه د رمضان المبارک دیرشمه ده او سبا د شوال د میاشتې لومړۍ نیټه او کوچنی اختر دی.

د میاشتې د نه ښکاره کېدو د امله عراق، عمان او پاکستان او یو شمېر نورو اسلامي هیوادونو سبا ورځ یعني شنبه یې د اختر ورځ په توګه اعلان کړې دي.

د بلې خوا څخه بیا افغانستان، عربستان، بحرین، قطر، سوریې، امارات، ترکیې، مصر، کویټ، یمن، فلسطین، لبنان او اردن نن اختر کړي دي.

 

ټیګونه