د اشغال پای او د فلسطین د آزادۍ ورځ نږدې ده
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند څرګنده کړه: د اشغال پای او د فلسطین د آزادۍ ورځ نږدې شوې ده.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، نن د صهیونیستي نیواکګر رژیم د تاسیس یا د نکبت ورځ ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني نن (جمعه) په دې اړه په ټوېټ کې ولیکل: نن د اسرائیلو د ظالم رژیم د تاسیس ورځ، د یوه هېواد او د بل ملت (فلسطین) د اشغال ورځ ده) چې ورته د " نکبت ورځ" (یوم النکبة) نوم ورکړی شوی دی.
د ایران د ډیپلوماټیکې برخې ویاند زیاته کړه: د هغه څه په خلاف چې صهیونیستیان او د هغوی لوېدیځ ملاتړي یې وايي، اسرائیل یو ډیموکراټیک دولت نه دی، چې په یوه هېواد کې بې ملته رامنځته شوی، بلکې یو نیواکګر پوځ دی، چې د بل ملت پر خاوره واکمن شوی او یو توکمیز او نژادي حکومت یې جوړ کړي.
کنعاني چافي څرګنده کړه: امريکا او اروپا بايد په دې وشرمېږي چې هم یې د يو ملت د خاورې په اشغال کې مرسته کړې، هم یې د نژادي دولت په جوړولو کې پرېکنده ونډه اخيستې او هم یې ۷۵ کاله د دغه غصب پر ستر بشري ضد جنايتونو سترګې پټې کړې او د ظالم ترڅنګ او د مظلوم په مقابل کې درېدلی دی.