صهیونیسټان د خپل امنیت د تامینولو جوګه نه دي
ابراهیم ریئسي د ایران د دفاعي او پوځي توان په باب هم ووئيل، دپوځي او دفاعي توان په زمینې کې نه یوازې په ځان بسیاینې ته رسیدلی یوو،بلکې په یوه مطرح هیواد کې په دفاعي صنائعو بدل شوي یوو.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم ریئسي ووئيل، د تیر وخت په نسبت شرائط بدل شوي دی او صهیونیسټي رژيم دنیواکي ټاټوبو په داخل کې هم خپل امنیت نشي تامینولی.
ایران پریس خبری آزانس راپور ورکړ ، د اسلامی ایران ولسمشر بیګاد لبنان له المیادین خبری چینل سره په خصوصي مرکې کې د صهیونیسټ رژیم داخلی مشکلاتو ته په اشارې سره ووئيل، نن سبا د شرم الشیخ، اوسلو او کیمپ ډيویډ په شان موافقې ددغه رژيم لپاره هیڅ ا منیت له ځان سره نشي درلودلی ، فیصله اوس دسیاسی خبرواترو د میز پر سر نه ،بلکې د فلسطینیو مجاهدینو په لاس کې ده.
ابراهیم ریئسي د ایران د دفاعي او پوځي توان په باب هم ووئيل، دپوځي او دفاعي توان په زمینې کې نه یوازې په ځان بسیاینې ته رسیدلی یوو،بلکې په یوه مطرح هیواد کې په دفاعي صنائعو بدل شوي یوو.
هغه ټينګار و کړ، په تیرو ۴۴کلونو کې دښمن هیڅ ډول حماقت ونه کړائ شو، دا موضوع په دې خاطر نه ده چې په دې کار پسې نه دي،بلکې په دې علت ده چې ددغه کار جوګه نه دي. هغه د وحشي صهیونیسټي رژيم ډَډو او چټي دړکو او ګواښونو ته هم اشاره وکړه او وې وئيل، دغه رژيم پخپله ښه پوهیږي چې هیڅکله هم له ایران سره د ډ غرې وس نه لري.
د اسلامی ایران ولسمشر د خپلو څرګندونو په یوې بلې برخې کې د شانګهائي ملګرتیاؤ موسیسې سره دایران یو ځای کیدا ته په اشارې سره ووئيل، د غه اقدام د ایران لپاره د آسیا له بیخ بینائیو سره دملګرتیا زمینه برابره کړې او مونږ همداراز له بریکس ډلې سره هم یو ځاي کیدا ته تیار یوو.
هغه د ایران او عربستان د اړیکو په باب هم ووئيل، ایران او عربستان په سیمې کې دوه اغیزشیندونکي هیوادونه دي او د دوی ترمینځ اړیکې به له ځان سره ډيرې ګټې ولري. هغه په دوام کې همداراز دایران او عربستان د اړیکو بیرته ښه کیدا په باب د صهیونیسټي رژيم لالهاندئ او لړزانتیا ته هم اشاره وکړه او وې وئيل، دښمنان په تیره بیا تل ابیب په دغه کار سخت غوسه دی او علت ئې هم هغه هڅه ده چې د درز او تفرقې اچونې لپاره ئې کوي.
دایران د مجریه قوې مشر د فلسطین د برخلیک په باب هم ووئیل، د فلسطین برخلیک د فلسطین ملت او مجاهدینو په هوډ او فیصلې سره ټاکل کیږي او دا چاره یوازې د سیاسی خبرواترو په میز شونې نه ده.
ابراهیم ریسي دغه راز د نړۍ له هیوادونو په تیره بیا د سیمې له هیوادونو سره دسورئې داړیکو د بیرته پیلیدا په هرکلي سره ووئيل،د سیمې او نړۍ ډیری هیوادونه پوهه شوي دي چې سوریه به هیڅکله هم ماته ونه خوري په همدې دلیل ئې له دمشق سره پخپلو اړیکو بیا کتنه و کړه او په یوه بل پسې له سورئې سره خپلو اړیکو په پراختیا پسې دي .
ټاکل شوې ده چې د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر نن په رسمي سفر سورئې ته لاړ شي.