د اسلامی نړۍعالمان دې امریکا اوصهیونیسټي رژيم جنایتونه ایشوا کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132344-د_اسلامی_نړۍعالمان_دې_امریکا_اوصهیونیسټي_رژيم_جنایتونه_ایشوا_کړي
د اسلامی  ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي  سورئې ته د خپل سفر  په دوهمه ورځ نن  ددغه هیواد د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د بلادشام  له عالمانو سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
May 04, 2023 14:27 Asia/Kabul

د اسلامی  ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي  سورئې ته د خپل سفر  په دوهمه ورځ نن  ددغه هیواد د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د بلادشام  له عالمانو سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د سورئې په دمشق کې  د بلاد الشام  له عالمانو سره په کتنې کې ټينګار وکړ،د اسلامی نړۍ د متفکرانو او شخصیّتونو  په تیره بیا د  سورئې دعالمانودنده ،د سیمې په خلکو د  ا مریکا او صهیونیسټي رژيم د دوامدارو ظلمونو په باب روښانونه ده.

د اسلامی  ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي  سورئې ته د خپل سفر  په دوهمه ورځ نن  ددغه هیواد د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د بلادشام  له عالمانو سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

زمونږخبریال را پور راکړ،  د اسلامي ا یران ولسمشر په دغې کتنې کې ووئيل،  د کیمپ ډيویډ ،شرم الشیخ او اوسلو په څير تړونونه لکه څنګه چې  ناعادلانه دي ، هیڅکله هم نه دي توانیدلي  د فلسطین د ملت  ګټې تامین کړي.

ابراهیم ریسي پخپلې وینا کې  دغه راز ووئيل، نن سبا  چې جوړښتونه  د نړۍ  ناعادلانه نظام په اختیار کې دي، د اسلامی نړۍ د متفکرانو او شخصیّتونو په تیره بیا د سورئې ددیني عالمانو دنده،  دسیمې په خلکو د امریکا او صهیونیسټي وحشي رژيم  د دوامدارو ظلمونو په باب د روښانونو پشمول  د واقعیّتونو بیانول دي. هغه زیاته کړې، د ایران اسللامی جمهوریت  هماغه شان چې له تکفیری  ترهه ګرو سره د مبارزې په پړاؤ کې د سورئې د ولس ترڅنګ وو، ددغه هیواد په بیارغاونې کې  کې هم  د ایران پروګرام  ،د سورئې دبیارغونې لپاره د تعاون او  اقتصادي،تجارتي او امنیتی ملګرتیاوې دي.

د  اسلامی ایران  ولسمشر ټینګار وکړ، دسورئې  مځکنۍ بشپړتیابه  په دغه هیواد او په ټولې سیمې کې د امنیت سبب شي ، ددې په ترڅ کې چې  دسیمې په هرې برخې کې د امریکا شتون  د ناکراریو او ناخوالیو سبب دی.

Image Caption