د اټومي انرژۍ د سازمان محصولات د صادراتو لپاره دي
May 08, 2023 11:47 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ سازمان مشر ټینګار وکړ چې هغه محصولات چې د دغه هېواد د اټومي انرژۍ په سازمان کې تولیدېږي د صادرولو وړتیا لري، ځکه چې د نن ورځې د معیارونو او اړتیاوو او د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس د ټیګار په اساس ډیزاین او جوړیږي.
د ایران د اټومي انرژۍ سازمان مشر محمد اسلامي، د ایران پریس خبري آژانس د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: د بهرنۍ پانګونې لپاره د د اټومي انرژۍ د بټۍ د بودیجې قانون د کورنیو او بهرنیو پانګونو وړاندوینه کړې او د اړیکې او خبرواترې ترسره شوې دي.
اسلامي زياته کړه: هيله لرو چې له يوې خوا په مالي ملاتړ او د اټومي برښنا د پېرودنې اړوند مسايلو په حل سره، وکولای شو ستونزه هواره کړو، ځکه چې د بهرنۍ پانګونې لپاره غوښتونکي شتون لري.
ټیګونه