ایران یوځل بیا د مسجدالاقصی سپکاوی وغنده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133122-ایران_یوځل_بیا_د_مسجدالاقصی_سپکاوی_وغنده
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني د مسجدالاقصی سپکاوی د غزې د اتلانه مقاومت په وړاندې ماتې ته د صهیونیسټانو غبرګون وباله او دغه کال یې په کلکه وغنده
(last modified 2023-05-19T22:31:36+00:00 )
May 20, 2023 03:00 Asia/Kabul
  • ایران یوځل بیا د مسجدالاقصی سپکاوی وغنده

د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني د مسجدالاقصی سپکاوی د غزې د اتلانه مقاومت په وړاندې ماتې ته د صهیونیسټانو غبرګون وباله او دغه کال یې په کلکه وغنده

تیره پنجشنبه د قدس د نیواکګرو پوځیانو تر ملاتړ لاندې سلګونو صهیونیسټي ښارګي میشتو د بیرغ د لاریون له پیلیدو سره هممهاله، د مسجدالاقصی پر انګڼونو یرغل وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني تیره شپه په یو ټویت کښې ولیکل: د مسجدالاقصی یوځل بیا سپکاوی او د صهیونیسټانو له خوا د فلسطینیانو او مسلمانانو خلاف د توکمپالو شعارونو ورکول، د غزې د اتلانه مقاومت په وړاندې د شرمناکې ماتې غبرګون دی او غندل شوی دی.

هغه زیاته کړه: آیا نړیواله ټولنه لاهم د صهیونیسټي رژیم د آپارټایډ ماهیت په هکله شک لري.