د وخت څرخ د امریکا او اسرائیلو په ګټه نه څرخي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133868-د_وخت_څرخ_د_امریکا_او_اسرائیلو_په_ګټه_نه_څرخي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د وخت څرخ د امریکا او اسرائیلو په ګټه نه څرخي.
(last modified 2023-06-03T04:42:15+00:00 )
Jun 03, 2023 09:08 Asia/Kabul
  • د وخت څرخ د امریکا او اسرائیلو په ګټه نه څرخي

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د وخت څرخ د امریکا او اسرائیلو په ګټه نه څرخي.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی «ناصر کعناني» د شنبې په ورځ په یو ټوېټ کې په ملګرو ملتو کې د ایران ډیپلوماټیک بریالیتوب ته په اشارې سره ولیکل: هغه هېواد چې له څو لسیزو راهیسي یو اړخیزه سیاست تعقیبوي او څو اړخیزه نظام یې کمزوری کړی دی. او د صهیونیسټي نژاد پرست رژیم د ملاتړ په برخه کې د ویټو له حق څخه په ناوړه ګټه اخیستنې سره، د ملګرو ملتونو اعتبار ته زیان رسولی او د دې سازمان د غړو له خوا په ملګرو ملتونو کې د ځینو موقفونو د ساتلو لپاره د ایران د رایې ورکولو په اړه په غوسه دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار وکړ: د وخت څرخ د امریکا او اسرائیلو په ګټه نه څرخي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو(UN) غړو،  د دې سازمان د ۷۸مې عمومي اسامبلې نوی مشر وټاکه او د ایران اسلامي جمهوریت هم د دغې غونډې یو له ۲۱ مرستیالانو څخه وټاکل شو.