ایران په افغانستان کې د سیرومو د تولید فابریکه جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133958-ایران_په_افغانستان_کې_د_سیرومو_د_تولید_فابریکه_جوړوي
د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر د ایران د صادراتو ادارې له مشر سره په کابل کې د لېدنې پر مهال د طبي ټکنالوژۍ او درملو په برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
(last modified 2023-06-05T02:15:39+00:00 )
Jun 05, 2023 06:40 Asia/Kabul
  • ایران په افغانستان کې د سیرومو د تولید فابریکه جوړوي

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر د ایران د صادراتو ادارې له مشر سره په کابل کې د لېدنې پر مهال د طبي ټکنالوژۍ او درملو په برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

دغه وزارت د قلندر عباد له حواله پر ټوېټر ليکلي، په‌دې ناسته کې يې له ايرانه غوښتي چې په افغانستان کې د سيرومو د توليد یوه فابريکه جوړه کړي او ایراني لوري ډاډ ورکړی چې له څېړنو وروسته به له دغه وزارت سره د سیروم د تولید د فابریکې په جوړولو کې همکاري وکړي.