ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134052-ورځپاڼو_ته_کتنه
له معمول سره سم، لومړي به د ایران، ورپسې د افغانستان او که وخت پاتي شو نو د ځینو بهرنیو ورځپانو مطالب له تاسو سره شریک کړو، نن د ایران د اسلامي جمهوریت اکثره ورځپاڼې د بیلابېلو مسایلو تر څنګ د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران له لورې د هایپرسونیک توغندی د جوړېدو مسالې ته انعکاس ورکړي دي.
(last modified 2023-06-07T07:04:15+00:00 )
Jun 07, 2023 11:16 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

له معمول سره سم، لومړي به د ایران، ورپسې د افغانستان او که وخت پاتي شو نو د ځینو بهرنیو ورځپانو مطالب له تاسو سره شریک کړو، نن د ایران د اسلامي جمهوریت اکثره ورځپاڼې د بیلابېلو مسایلو تر څنګ د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران له لورې د هایپرسونیک توغندی د جوړېدو مسالې ته انعکاس ورکړي دي.

کیهان

د تهران چاپ دغه ورځپاڼې د ایران له لورې د هایپرسونیک توغندی د جوړېدو خبر ورکړی او لیکلي دي: تېره ورځ د فتاح په نامه له هایپرسونیک توغندی څخه د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او د سپاه پاسداران د عمومي قومندان سرلښکر سلامي او یو شمېر نورو چارواکو په شتون سره، مخکتنه وشوه.

ورځپاڼه لیکي چي دغه توغندی د نړۍ تر ټولو د پرمختللي توغندیو په ډله کې راځي چي سرعت یې خورا زیات دی او هیڅ یو دفاعي سیسټم ورسره د مقابلې وړتیا نه لري.

د ورځپاڼې له راپور سره سم، تر دې مخکې یوازې روسیه، چین او امریکا هایپرسونیک توغندۍ جوړي کړي وي، خو اوس ایران د نړۍ څلورم هیواد دی چي دغه ډول توغندی جوړوي.

ورځپاڼه په دوام کې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوافضا ځواکونو د قومندان سردار امیر علی حاجی زاده په حواله لیکي: د ټانګ، تیارې، کښتۍ او هرڅه ضد موجود دي خو د هایپرسونیک ضد کومه دفاعي وسله نه ده جوړه شوې.

حاجی زاده د فتاح د توغندی سرعت له ۱۳ ماخو نه زیات بللی دی چي ۱۴۰۰ کیلومتره لیري اهداف په کره توګه په نښه کولایشي او له توغېدو وروسته، د هدایتولو وړتیا هم لري.

د ورځپاڼې له راپور سره سم، د ایران هایپرسونیک توغندی ۱۳ ماخو څخه نیولې بیا تر ۱۵ ماخو پورې سرعت لري، خو د روسیې هایپرسونیک توغندی یوازې ۸ ماخه سرعت لري.

 ورځپاڼه لیکي: صهیونیستان دې پوه شي چي د توغندی ضد په دفاعي سیسټمونو باندې د هغوی ټوله پانګونې او په لسګونو میلیارد ډالره لګښتونه ټوله په اوبو باندې لاهو شوي او له تېښتي او تسلیمی پرته بله چاره نه لري.

ورځپاڼه په دوام کې بیا د فتاح توغندی په وړاندې د صهیونیستي رسنیو غبرګون ته هم انعکاس ورکوي او لیکي:  د صهیونیستي رژیم کان خبري ویب پاڼې لیکلي: ایران له خپل لومړنی هایپرسونیک توغندی څخه مخکتنه کړې او دغه توغندی کولایشي د اسرائیل او د امریکې جوړ دفاعي سیسټمونه له مینځه یوسي.

اسرائیل ډیفینس بیا لیکلي چي ایران له داسي یو هایپرسونیک توغندی څخه مخکتنه کړې چي په راتلونکې کې په ایټمې خولیو باندې هم سمبالېدایشي.

دغې صهیونیستي ویب پاڼې ادعا کړې چي ایران دغه ټوله پانګونې او هلې ځلې د دې لپاره کوي چي د ایټمې خولۍ د جوړېدو په صورت کې ورته وار د مخکې لېږدوونکې توغندی ولري.

کیهان په دوام کې بیا د امریکې د یونایټید پرس راپور ته اشاره کوي چي یې د ایران د هایپرسونیک توغندی د مخکتنې په غبرګون کې له دغه وسلې سره د مقابلې لپاره د امریکا د کمزورتیا یادونه کړې او د امریکایی فوځي چارواکو په حواله خبرداری ورکړی چي امریکا لاهم د هایپر سونیک توغندی سره د مقابلې لپاره هیڅ داسي سیسټم نه لري.

دغه امریکایي رسنۍ لیکي: د پنتاګون د دفاعي اینجینرینګ مرستیال مایکل ګریفین له دې مخکې کنګرس ته ویلي وه: مونږ د هایپرسونیک توغندیو په وړاندې هیڅ دفاع نه شو کولای.

ورځپاڼه په یو بل خبر کې بیا په سعودي عربستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت د پرانستل کېدو خبر ورکړی دی،

ورځپاڼه همدارنګه د عراق وروستیو بدلونونو ته کتنه کړې او لیکي چي په بغداد کې د امریکا سفیري د دې هیواد چارواکو ته خبر ورکړی چي امریکا غواړي په عراق کې یو شمېر ولسي او د مقاومت مشران په نښه کړي.

د ورځپاڼې له راپور سره سم، د نجبا د اسلامي مقاومت مشر شیخ اکرم الکعبی هم د هغو ولسي او مذهبی مشرانو په ډله کې دي چي امریکا یې د وژلو هوډ لري.

سیاست روز

د تهران چاپ دغه ورځپاڼې بیا په دې وروستیو کې د یو مصري پولیس له لورې د اسرائیل د رژیم د سرحدي ځواکونو وژلو ته په اشارې سره لیکلي:  له هغه وروسته چي د مصر یو پولیس د صهیونیست رژیم له سرحدي ځواکونو سره په مبارزه کې په شهادت ورسېدل، په مصر کې د خبریالانو په شمول یو شمېر خلګو د صهیونیست رژیم بیرغ ته اور واچول او خپل ملاتړ یې له دغه مصری پولیس سره اعلان کړل.

دغه ورځپاڼه په یو بل خبر کې لیکي: صهیونیستي رژیم ویلي چي په نیواکي فلسطین کې د تزیلیم په قرارګاه کې د وسلو له ډیپو څخه ۲۶ زره مرمۍ ورکې شوي دي.

ورځپاڼه همدارنګه په بحرین کې د ال خلیفې د رژیم له لورې د جنسي انحرافاتو د خپراوی په وړاندې د دې هیواد د اهل تشیع د مشر غبرګون ته انعکاس ورکړی دی.

ورځپاڼه لیکي چي په دې وروستیو کې په بحرین کې د امریکا سفارت د جنسي انحرافاتو رنګین بیرغ اوچت کړی وو خو د ال خلیفې رژیم هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

سیاست روز زیاتوي، د بحرین د اهل تشیع مشر عالم ایت الله شیخ عیسی قاسم د یوې اعلامیې په خپرولو سره، اعلان وکړ چي بحریني چارواکې دې پوه شي چي د بحرین خلګ مسلمانان دي او بحرین د اسرائیل او د امریکا د رژیمونو په څېر بې دینه نه دی او دین یې اسلام دی

جمهوري اسلامي

د تهران چاپ دغې ورځپاڼې بیا لیکلي چي په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت د دې هیواد له قضایي سیسټم څخه ټول اهل تشیع قاضيان لیري کړي دي.

ورځپاڼه لیکي: د بشري حقوقو یوې ادارې ویلي چي طالبان ټول شیعه قاضیان ایستلي دي او اوسمهال په حکومت کې د تشیع هیڅ حقوق پوه او قاضي موجود نه دی، دغه ډله په افغانستان باندې له واکمنېدو وروسته، د اهل تشیع شخصیه احوال لغوه کړی او د اهل تشیع دعوې هم د حنفي فقهې په بنیاد باندې فیصله کوي او هغوی سره له تبعیض ډک چلند کوي.

ورځپاڼه په یو بل خبر کې بیا لیکي چي د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماند رابرټ اف کندي ویلي چي امریکا د بیولوژیکي وسلو په جوړلو لګیا ده او په اوکراین او د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې د بیولوژیکي وسلو لپاره ازمایښت ځایونه جوړ کړي دي.

یوه دمه کوو او بیا ځو د کابل چاپ ورځپاڼو ته

عزیزانو لکه څرنګه چي پوهېږئ کابل کې د ورځپاڼو چاپ بند شوی او اکثره ورځپاڼې خپل مطالب په  انلاین ډول خپروي،

هشت صبح

دغه ورځپاڼې لیکلي چي د افغنستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور او په کندهار کې د عینو مېنې ښارګوټي مشر محمود کرزي د طالبانو سرپرست حکومت، د ده د ښارګوټي په چارو کې په لاسوهنې او د سوداګرۍ د پراختیا په مخنیوي تورن کړ.

د ورځپاڼې له راپور سره سم، نوموړي دا څرګندونې د سنو فارما په نامه په کندهار کې د درمل جوړونې د یوې فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.

هشت صبح لیکي: عینو مېنه ښارګوټی د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال په کندهار ښارکې جوړ شو، چې د هېواد په کچه له تر ټولو عصري ښارګوټو ګڼل کیږي او په کندهار کې د درملو تازه جوړه شوې فابریکه هم په یاد شوي ښارګوټي کې موقعیت لري.

د ورځپاڼې له راپور سره سم، د طالبانو د واکمنی پر مهال او تر هغه وړاندې هم محمود کرزی د یاد شوي ښارګوټي په جوړولو کې د ځمکو په غصب او مالي فساد تورن شوی و، خو هغه دا تورونه رد کړي دي او طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې کرزی د ښارګوټي د جنجالونو له امله له هېواده په نه وتو هم محکوم کړی و، خو وروسته یې سوداګریزو شریکانو سره د جنجالونو د حل خبر ورکړل شو.

محمود کرزی اوس وایي، چې په عینو مېنه ښارګوټي کې د سوداګرۍ د پراختیا او نورو فابریکو ته د ځمکې ورکولو پلان هم لري، خو د طالبانو حکومت یې د چارو مخه نیسي.

ورځپاڼه زیاتوي: د سنو فارما په نامه د درمل جوړونې د فابریکې مسوولینو وویل، چې د فابریکې چارې یې په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې پيل شوې وې، خو اوس یې عملاً پر فعالیت پيل وکړ. د دوی د معلوماتو له مخې، پر دغې فابریکې څه باندې ۵۰ میلیونه امریکایي ډالره لګښت شوی او ۷۱ سوداګرو په ګډه جوړه کړې ده.

ورځپاڼه په یو بل خبر کې بیا په افغانستان کې د اسټرالیایي ځواکونو جنګي جنایاتو پورې اړوند خبر ته انعکاس ورکړی دی.

هشت صبح لیکلي: څو ورځې وړاندې په اسټرالیا کې فدرالي قاضي (انتوني بیسانکو)، رابرټس سمېت په افغانستان کې د ملکي وګړو په وژنه مجرم وګاڼه.

د دغه هېواد فدرالي قاضي موندلې چې لږ تر لږه ۲۵ اوسنيو یا پخوانيو استرالیايي ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال، د ۳۹ کسانو په ناحقه وژنه او له دوو نورو سره، ناوړه چلند کړی دی.

خو د ورځپاڼې له راپور سره سم، د طالبانو حکومت د اسټرالیا د حکومت دغه راپورونه نمایښتي بللي دي او د طالبانو عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد، له SBS سره په مرکه کې اسټرالیايي پلټونکو ته بلنه ورکړې چې افغانستان ته راشي او ددغه هېواد د پوځیانو د جنګي جنایاتو په اړه، په «رښتیني» ډول تحقیقات وکړي.

مسیر

دغه ورځپاڼې بیا د تاجیکستان له بهرنیو چارو وزیر سره، د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر د ملاقات په اړه او د افغانستان په هکله د لائوروف وېناو ته انعکاس ورکړی چي یې ویلي: له نشه ‌يي توکو سره د مبارزې او د غیرقانوني کډوالۍ د مخینوي لپاره اړتیا ده چې په افغانستان کې ټول‌ګډونه حکومت رامنځته شي.

د ورځپاڼې له راپور سره سم،  لاوروف له خپل تاجکستاني سیال سره په ګډه خبري غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه د روسیې د محرمانه پلانونو او سلا مشورو خبره کړې ده. لاوروف وايي، چې د افغانستان د مسئلې په تړاو په جلا جلا چوکاټونو کې بېلابېل نړۍوال پلانونه لري، چې اوس دوی د افغانستان په تړاو د هوکړو د نهایي کولو او پلي کولو په حال کې دي.

ورځپاڼه همدارنګه د ټاس خبري آژنس راپور ته اشاره کوي او لیکي:، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په تاجکستان کې د روسیې له یوې پوځي اډې د لیدنې پرمهال ویلي چې واشنګټن د القاعدې او داعش په شمول له نورو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او غواړي چې خپل نظامي تاسیسات بېرته د افغانستان ګاونډیو هېوادوانو ته ولېږدوي.