د ایران دفاعي ځواک د دښمنانو په سترګو کې اغزی دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د هوايي دفاع د ځواک قومندان، ایران په منځني ختیځ کې د توغندیو او ډرون ترټولو ستر قدرت او د ایران د توغندويي وسلو د مخنیوي ځواک، د دښمن په سترګو کې اغزی ګڼلی دی.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د هوایي دفاع د ځواک قوماندان برید جنرال علیرضا صباحي فرد د دغه ځواک د سیمو او دفاعي ډلو د قوماندانانو په غونډه کې، پر دې په ټینګار سره چې د ایران د توغندوي وړتیاوو د مخنیوي لپاره به هېڅکله د دښمن ستراتیژي بریالۍ نه شي، وویل: بايد له ټولو شته وړتياوو څخه په ځانګړې توګه د تخنيکي او انجنيري علومو پوهانو د دفاعي علومو د پرمختګ سره سم کار واخلو.
برید جنرل صباحي فرد په دې خبرې سره چې ايران د عصري سايبري ټکنالوژۍ د پراختيا په ډګر کې يو نوی قوت دی څرګنده کړه چې د دغه هېواد د مهمو زيربناوو په تېره بيا په پوځي ډګر کې پياوړي کول، د بهرنيانو له ګواښونو سره د مقابلې لپاره يو ضروري او نه منونکې خبره ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت د هوایي دفاع د ځواک قوماندان پر دې په ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت په منځني ختیځ کې د توغندیو او ډرون ترټولو ستر قدرت دی او د ایران د توغندویي وسلو د مخنیوی قدرت د دښمن په سترګو کې یو اغزی دی زیاته کړه : د خلکو آرامتیا، د ملي ګټو ساتنه او د مخنیوي ځواک زياتول زموږ د هېواد د وسله والو ځواکونو سره کرښه ده.