ورځپاڼو ته کتنه
له معمول سره به سم، لومړی د ایران او ورپسې به د افغانستان ورځپاڼو ته یوه کتنه وکړو، په دې هیله چي مونږ سره ملګرتیا وکړئ دلته یوه دمه کوو او بیا به خپرونې ته دوام ورکړو.
عزیزانو نن د تهران چاپ ورځپاڼې بېلابېلو مسایلو ته انعکاس ورکړي دي چي پکښې لومړی د تجارت انلاین ورځپاڼې ته یوه کتنه کوو.
دایران چاپ دغې ورځپاڼې د روسیې له ولسمشر پوټین سره، د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د خبرو اترو او له پوټین څخه د تهران د ملاتړ د اعلانولو په هکله یو مطلب خپور کړی دی.
ورځپاڼه لیکي چي په روسیې کې د واګنر د شرکت له بلوا وروسته، د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي له پوټین سره تماس نیولی او د روسیې له ملي واکمنۍ څخه د تهران په ملاتړ ټینګار کړی دی.
ورځپاڼه زیاتوي چي تهران او مسکو په وروستیو کلونو کې په مختلفو برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره هڅې کړي او داسي ښکاري چي د واګنر د امنیتي شرکت له بلوا وروسته، تهران غواړی په کرملین کې د ثبات څخه خپل ملاتړ څرګند کړي.
ورځپاڼه د تجارت د کرملین په حواله لیکي چي دواړو ولسمشرانو د واګنر د امنیتي شرکت د ناکامه بلوا تر څنګ د سوریې،سیمې، او نړیوالو چارو او همدارنګه د دواړو هیوادونو تر مینځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په هکله خبرې اترې کړي دي.
ورځپاڼه لیکي چي په کرملین کې له ثبات څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ټینګار په داسي حال کې مطرح شوی چي د واګنر د امنیتي شرکت د بلوا په همهغه لومړیو کې د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعانی چافي اعلان وکړ چي د واګنر د شرکت له لورې بلوا د روسیې یوه داخلي مساله ده او د ایران اسلامي جمهوریت د روسیې له قانوني حکومت څخه ملاتړ کوي.
جوان ورځپاڼه
د تهران چاپ دغې ورځپاڼې بیا د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند ناصر کنعانی چافی خبرو ته انعکاس ورکړی چي هغه په کښې بروکسل ته خبرداری ورکړی دی.
د ورځپاڼې له راپور سره سم د د ایران د خارجه وزارت ویاند اروپایانو ته سخته خبرداری ورکړی چي د بې ځایه او خوشي بندیزونو د لګولو په مساله کې دې د امریکا پیروي نه کوي ځکه چي امریکا له دغه بې ځایه سیاست څخه هیڅ نه دی تر لاسه کړی.
ورځپاڼه لیکي چي د ایران د خارجه وزارت ویاند ټینګار کړی دی چي ایران له اروپایي هیوادونو سره د برجام د ایټمې هوکړې د مذاکراتو سربېره خپلې ملې ګټو ته په جدی توګه پاملرنه کوي او اروپا باید د بندیزونو له بې ځایه سیاست د کارولو څخه ډډه وکړي.
ورځپاڼه زیاتوي: په داسي حال کې چي د سوېډن د بهرنیو چارو وزیر توبیاس بیلسټروم تېره اوونۍ د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره، په خبرو اترو کې د اروپا او د ایران تر مینځ د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی وو، تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې په ایران کې د بشري حقوقو په زمینه کې د چټي تورونو په لګولو سره، د ایران په ضد د اروپا له لورې د نویو بندیزونو د لګېدا خبر ورکړی دی.
دغه ورځپاڼه (د فلسطین د هیواد له جوړېدو څخه د مخنیوی لپاره تش خیالونو تر عنوان لاندې )په یو خبر کې بیا د اسرائیل د جعلی رژیم د لومړي وزیر نتانیاهو وېناو ته انعکاس ورکړی دی. ورځپانه لیکي: که څه هم هم نړیوالته ټولنه د فلسطین او د اسرائیل د نیواکګر رژیم تر مینځ د لانجو د ختمېدو یوازنی لاره د فلسطین لپاره د یوه خپلواک حکومت جوړېدل ګڼی، لیکن صهیونیستانو دغې غوښتنې ته غاړه نه ایږدي او نتانیاهو ادعا کوي چي هیڅکله به د فلسطین د هیواد د جوړېدو اجازه ورنه کړي.
جمهوري اسلامي
د تهران چاپ دغه ورځپاڼه بیا د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو یو راپور ته انعکاس ورکړی او لیکي چي افغانستان د طالبانو تر واک لاندې په سیمه کې د مخدره موادو تر ټولو په لوی تولیدوونکی هیواد باندې بدل شوی دی.
د ورځپاڼې له راپور سره سم، په ملګرو ملتونو کې د مخدره موادو د مبارزې دفتر په یو نوی راپور کې ویلي چي افغانستان په سیمه کې د ښیښې یا امفتامین د صنعتی مخدره موادو په لوی تولیدوونکی باندې بدل شوی دی.
د ورځپاڼې له راپور سره سم، افغانستان کې د ښیښو یا امفتامین تولید زیات شوی چي د اسیا د جنوب لوېدیځو هیوادونو د سختې اندېښنې لامل شوی دی.
ورځپاڼه زیاتوي که څه هم په افغانستان کې دطالبانو سرپرست حکومت د مخدره موادو د کښت او تولید د کموالې خبر ورکوي لیکن د ملګرو ملتونو له راپور سره سم، افغانستان لاهم په یوازي سر د نړۍ ۸۰ سلنه تریاک تولیدوي او اوس هم د صنعتي مخدره په موادو کې د سیمې تر ټولو په لوی تولیدوونکی باندې بدل شوی دی.
ورځپاڼه په یو بل خبر کې بیا د امریکا د مخکنی ولسمشر ټرامپ خبرو ته انعکاس ورکړی چي د امریکې په ټاکنو یې سختې نیوکې کړي دي.
ورځپاڼه زیاتوي چي ټرامپ په میشیګان کې د خپلو پلویانو په غونډه کې د امریکا په ټاکنیز سیسټم سختې نیوکې کړي او د امریکا ولسمشریزې ټاکنې یې جعلې او غیر حقیقي بللې دي.
کیهان
د تهران چاپ دغه ورځپاڼه بیا په خپل سرلیک کې په روسیې کې دواګنر د امنیتي شرکت د بلوا له ناکمېدو څخه د غربیانو د ناهیلیتوب تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی دی.
ورځپاڼه لیکي: په داسي حال کې چي امریکا او اروپایي هیوادونو او لوېدیځ پالو رسنیو په ډېر شوق او ذوق سره، په روسیې کې د واګنر د امنیتي شرکت بلوا پورې اړوند جعلي خبرونو ته انعکاس ورکول او بیا یې ایران په هکله تبصرې کولې د واګنر د امنیتي شرکت د بلوا له سملاسي ناکامه کېدو څخه سخت ناهیلي شول او اوس یې بیا نویو ډنډورو ته لاس اچولې دي.
ورځپاڼه زیاتوي: لوېدیځو رسنیو د ناټو د تبلیغاتو په لړ کې د بلواو له پیل سره سم، په ځپلو راپورونو کې ویلل چي د روسیې او د پوټین کار نور ختم شوی او دواګنر شرکت به ډېر ژر د مسکو واک په لاس کې واخلي خو اوس داسي ښکاري چي لوېدیځو هیوادونو ناهیلي شوې او اوس د د واګنر د امنیتي شرکت د مشر پریګوژین د برخلیک په هکله تبصرې کوي. ورځپاڼه دا پوښتنه مطرحوي چي اوس د واګنر د امنیتي شرکت مشر پریګوژین چیرته دی؟ په ځواب کې لیکي په داسي حال کې چي د واګنر د امنیتي شرکت مشر په دې شرط چي خپل ځواکونه له مسکو نه لیري او بیرته اوکراین سره د جنګ کرښې ته واستوي، ټاکل شوې وه چي د روسیې د حکومت له لورې عفوه شوی او بیلاروس کې تبعید شي. د ورځپاڼې له راپور سره سم، خو اوس د بیلاروس چارواکي لا دې هیواد ته د پریګوژین یعنی د واګنر د امنیتي شرکت د مشر د راتګ او شتون مساله تائیده کړې نه ده او لا هم نه دی معلوم چي پریګوژین چیرته تللی دی.
اوس به هم راشو د کابل ورځپاڼو ته خو یادونه کوم چي کابل کې ورځپاڼې نه چاپیږي او خپل مطالب په انلاین ډول خپریږي.
اطلاعات روز ورځپاڼه په نورستان کې د طالبانو په حواله لیکي چې د دې ولایت د کامدېش ولسوالۍ په یوه ځنګله کې اور لګېدلی.
د دې ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست لپاره د طالبانو ريیس سرتاج الدین صافي ويلي چې دا اور لګېدنه له پنجشنبې ورځې راهيسي د کامدېش ولسوالۍ په پتیګل دره کې را منځته شوې.
صافی زیاتوي چې د اور لګېدنې له امله شاوخوا سل جریبه ځنګل سوځېدلی او اور لا هم دوام لري خو د نوموړي په وينا چې اوس مهال تر کنټرول لاندې دی.
دی وايي چې د اور په مړه کولو کې په زیاته کچه ولسي خلکو او د طالبانو سیمهییزو مسوولینو برخه اخيستې او هیله یې ښودلې چې ژر به دغه اور مړ کړل شي.
د نوموړي په وینا تر اوسه د اور لګېدنې لامل نه دی څرګند شوی.
ورځپاڼه زیاتوي چي بلخوا، د تېرې شنبې په ورځ د کونړ د پېچ درې ولسوالۍ په سوندرۍ او کوړنګل درو کې اورلګېدنه را منځته شوې چې د مسوولینو د مالوماتو له مخې شاوخوا ١٤ هکتاره ځنګل او د څارویو څړځایونه سوځېدلي.
تېر کال هم د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ په شام دره کې اورلګېدنه را منځته شوې وه، چې په سلګونه جریبه ځنګل او د څارویو څړځایونه یې له منځه وړي و.
مسیر
دغه ورځپاڼه بیا لیکي چي پاکستاني چارواکو ویلي چې دوی به د کوهاټ او خرلاچي د پولې په اوږدو کې د کرمې قبایلي سیمې تر منځ د ۱۵۸ کیلومترو په اوږدوالي د اورګاډي پټلۍ جوړوي چې له افغانستان څخه وارد شوي د ډبرو سکاره د پاکستان نورو سیمو ته ولېږدوي.
د ورځپاڼې له راپور سره سم، د اورګاډي پټلۍ به په اوږد مهال کې د دواړو هیوادونو اقتصاد ته وده ورکړي او ترې به افغانستان او د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د سمنټو، غوښو، وچې او تازه میوې، فرنیچر، مالدارۍ، ټوکر او نورو توکیو صادرات هم وشي.