داسې کار ونشي چې د ایران او روسیې اړیکې تاوان وویني
(last modified Wed, 19 Jul 2023 07:15:27 GMT )
Jul 19, 2023 11:45 Asia/Kabul
  • داسې کار ونشي چې د ایران او روسیې اړیکې تاوان وویني

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په ټیلي فوني خبرو کښې ټینګار وکړ د ایران خپلواکۍ، واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا هیڅکله د خبرو اترو وړ نه وه او نه ده.

د ایران او د روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په دغو ټیلي فوني خبرو کښې د دوه اړخیزه او د سیمه ئیزو اړیکو او دغه راز د هیوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا د احترام د ضرورت په هکله د نظر تبادله وکړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د فارس خلیج د ملګرتیا له شورا سره په ګډې بیانیې کښې د ایران د دریو ګوڼو جزیرو په هکله د ماسکو په وروستي دریځ باندې د ایران د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ګیلو ته په ځواب کښې ټینګار وکړ د روسیې فیډراسیون د ایران د اسلامي جمهوریت د واکمنۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا په هکله هیڅ شک نلري او کاملا یې د هغې احترام کړی او درنښت به یې وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د فارس خلیج د  عربو هیوادونو او د روسیې  په ګډې بیانیې کښې د فارس خلیج د دریو ایرانیو جزیرو په اړه د بیانیې په یوې مادې د حیرانتیا په ښودلو سره له ایران سره د بوموسی ، ستر تنب او د کوچني تنب په تاریخي او همیشني تعلق ټینګار وکړ او زیاته یې کړه د ایران د خپلواکۍ ، واکمنۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا په هکله هیڅکله خبرې نشي کیدلای.

حسین امیر عبداللهیان د روسیې او د ایران اړیکې  پیاوړو ستنو لرونکي وبللې او ویې ویل داسې کار باید ونشي چې د دواړو هیوادونو ژورو اړیکو ته تاوان ورسیږي.