د دنیا هیڅ هیواد اسلامي ایران ته ګواښ نشي کولای
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران دفاع وزیر په هرمز اوبلارې کښې د امریکا د جنګي بیړۍ او جنګي الوتکو دیره کیدا ته په غبرګون کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت د اقتدار او د وس په داسې مرحلې کښې دی چې هیڅ هیواد ورته ګواښ نشي کولای.
د ایران دفاع وزیر برید جنرال محمد رضا اشتیاني نن وویل امریکا خپل کارونه تعقیبوي خو د ایران اسلامي جمهوریت اساسا د وس او د اقتدار په داسې پړاو کښې دی چې هیڅوک ورته ګواښ نشي کولای.
هغه دغه راز د بولیویا له دفاع وزیر سره د خپلې کتنې او د لویدیځو هیوادونو له سلطه غواړو سیاستونو سره د مقابلې لپاره د ملګرتیاو د زیاتیدا او د پیاوړتیا لپاره د خپلو پروګرامونو په هکله وویل د لاتیني امریکا هیوادونه د مقاومت په چورلیز کښې دي او خپلواکه دي او هغوې د امریکا له یواړخیز پالنې او سلطه غوښتنې سره د مبارزې په لاره کښې دي او دغه هیوادونو ته به تل پام وي.
د ایران دفاع وزیر اشتیاني په دې خبرې سره چې ایران په نړۍ کښې د بې پایلوټه الوتکو قدرت دی وویل بې پایلوټه الوتکي د جنګ ، د پیژندنې یعني جاسوسۍ کولو ، دکرهڼې په حوزو او د صنعت او د خدماتو د وړاندې کولو په چارو کښې مهم رول لري.