د ترهګرو شرارت به بې ځوابه پاتې نه شي
د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو د قومندانۍ مرستیال، ترهګرو او ټولو هغو کسانو ته چې د دغه هېواد په سویل ختیځ کې د فتنې سبب کېږي په خبرداری سره وویل: په دې کې هېڅ شک نشته چې د ترهګرو شر به بې ځوابه پاتې نه شي.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو د قومندانۍ مرستیال ډګرجنرال قاسم رضايي د سه شنبې په ورځ د سیستان او بلوچستان د شهیدانو د جنازې په مراسمو کې وویل، چې شهیدان د انقلاب ساتونکي او د اسلامي انقلاب د لوړو ارزښتونو د مدافع په توګه، د سپاه پاسداران د سپېڅلې برخې فصیحه ژبه ده.
جنرال رضايي زیاته کړه: د پولیسو ځواکونه او بچیان یې د ملت سرښندونکي دي او له خلکو سره یې ژمنه کړې، چې د خلکو لپاره به خپل ژوند په خطر کې اچوي او په خپلو دندو کې به بې له ویرې ثابت قدم وي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو د قومندانۍ مرستیال زیاته کړه: د سویل ختیځ د شهیدانو څرګند پیغام د فتنې ځای ته دا دی، چې ځینې دغه جنایتکاران د فتنې په هغه ځای کې روزل شوي او د فتنې او جهنم لور ته روان شوي دي.