د ایران محصیلینو د قران کریم سپکاوی وغاند
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران یو شمیر محصیلینو د تهران پوهنتون مخ ته په راغونډیدا سره د قران کریم د سپکاوي په غندلو سره د دغه سپکاوي له عاملانو سره د چلند غوښتنه وکړه.
د قران کریم سپکاوي ته د نړۍ د مسلمانانو د اعتراضونو په دوام کښې د ایران محصیلینو هم نن د تهران د پوهنتون مخ ته غونډه وکړه چې د مسلمانانو سپیڅلتیاو ته د سپکاوي په هکله خپل اعتراض اعلان کړي.
په تیرې جمعې ورځ د« ډانسک پاټریوټر» د سرزوري ښي پالې او له اسلام څخه د خلکو ویرونکي ملي ډلې غړیو په یوه ناوړه اقدام کښې د ډانمارک په کوپن هیګن کښې د عراق د سفارت مخ ته قران کریم وسوځوه.
په تیرې پنجشنبې ورځ هم د سویډن عراقي الاصله ښاریز «سلوان مومیکا» د اسټکلهم د جومات د باندې د قران کریم په سوځولو سره یوځل بیا د قران مجید سپکاوی وکړ.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان هم د اسلامي هیوادونو له خارجه وزیرانو سره د ټیلي فوني تماسونو په ټینګولو سره د اسلامي ملګرتیا موسسې د بهرنیو چارو د وزیرانو د بیړنۍ غونډې د جوړیدا غوښتنه وکړه.