ایران به د دښمنانو ګواښونو ته پښیمانه کونکی ځواب ورکوي
د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران مشر قومندان وویل: د ایران وسله وال ځواکونه د دښمنانو ټولو ګواښونو او کینو ته پښیمانه کونکی ځواب ورکوي.
جنرال حسین سلامي په بوموسی جزیرې کښې د فارس خلیج د اقتدار په غونډه کښې د موجودو ځواکونو په شتون کښې زیاته کړه: د ایران وسله وال ځواکونه د سرحدونو د امنیت او د خپلواکۍ او د اسلامي انقلاب د پرتمینو لاسته راوړنو د ساتنې لپاره سرشیندنه کوي.
سردار سلامي زیاته کړه: دفاع لاهم باقي ده او دا د اسلامي انقلاب د معظم رهبر منطق و چې په هر ډول حالاتو کښې د دفاع لپاره چمتووالی، تل یو پریکنده ضرورت دی.
د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران مشر قومندان څرګنده کړه: د سیمې ولسونه او مسلمان حکومتونه خپله دا قدرت لري چې په یوې امنیتي فضا کښې د ټولې سیمې امنیت ټینګ کړي او د هیڅ پردي او بهرني شتون ته ضرورت نشته.
سردار سلامي هم داشان وویل: دا د ایران د ولس همیشنې پیغام دی چې هیڅ پردی کس به دلته د شتون او د مسلمانانو په برخلیک باندې د حاکمیت اجازه ونه لري.
په فارس خلیج کښې له ایراني جزیرو څخه د کلکې دفاع لپاره د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د سمندري ځواک د اقتدار مانوره. په بوموسی جزیرې باندې په تمرکز سره له نن(چهارشنبې) څخه پیل شوه.