د اسلامي ایران او د پاکستان په اړیکو کښې نوی باب رامینځته شوی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د پاکستان او د ایران د نږدې اړیکو په اهمیت باندې ټینګار سره وویل د ایران په دیارلسم حکومت کښې د دواړو ګاونډیو هیوادونو په اړیکو کښې د نوي باب بنسټ کیښودل شوی دی.
حسین امیر عبداللهیان د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته په رسیدا سره وویل زه به د پاکستان له خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري او ځینو نورو لوړ رتبه چارواکو سره د دوه اړخیزه ټوریزم ، د سرحدي ، د تجارتي د اقتصادي او د سیاسي اړیکو په هکله خبرې وکړم.
د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل له تیرو دوو ورځو راهسې د ایران د اسلامي جمهوریت اقتصادي ټیم په اسلام اباد کښې موجود دی او د دواړو هیوادونو د اقتصادي پلاویو ترمینځ اغیز شیندونکي خبرې شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د یوه لوړرتبه سیاسي، اقتصادي او د پارلماني پلاوي په مشرۍ د پاکستان د خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري په بلنه د درې ورځني رسمي سفر لپاره بیګا اسلام اباد ته ورسید.
د پاکستان او د ایران اړیکې د پاکستان د خپلواکۍ د تاریخ په اندازه عمر لري او په تیرو کلونو کښې په بیلابیلو برخو کښې د تهران او د اسلام اباد اړیکې پراخې شوي دي.
پاکستان د ایران د یوه ګاونډي هیواد په توګه په څه د پاسه نهه سوه کلومیټره د وچې سرحد په لرلو سره له عراق څخه وورسته له ایران سره تر ټولو اوږد ګډ سرحد لري.