د ایران مخه نیونکی قدرت د مقاومت له تجروبې راپورته شوی
د ایران دپوځ لوئې درستیزوالۍ په اعلامیې کې وئيل شوي دي ،اته کلنه مقدسه دفاع د ایران د اسلامی جمهوری نظام او د اتل ملت لپاره یوه برکتناکه اولویه خزانه شمیرل کیږي.
د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ لوئې درستیزوالۍ د مقدسې دفاع د اونۍ په مناسبت په یوې اعلامیې کې ووئیل،د ایران مخه نیونکی قدرت د مقاومت له تجروبو راپنځیدلی دی.
د ایران دپوځ لوئې درستیزوالۍ په اعلامیې کې وئيل شوي دي ،اته کلنه مقدسه دفاع د ایران د اسلامی جمهوری نظام او د اتل ملت لپاره یوه برکتناکه اولویه خزانه شمیرل کیږي.
په دغې اعلامیې کې راغلی دي،د مقدسې دفاع اونۍ لمانځل ډير ګرانبیّه فرصت دی دهغو میړنیو ځوانانو دتل پاتې حماسې د بیا پيژندګلوۍ لپاره چې د ایران د اسلامی جمهوریت دبنسټګر حضرت امام خمینی د لارښونو په سیوري کې ئې په غیرت او د حسیني عاشورائي غورځنګ څخه په الهام اخستو سره د سلطې دنظام په تیره بیا د امریکائي جنایتکار او وحشی صهیونیسټي رژيم نه ماتیدونکي افسانه باطله کړه.
په اعلامیې کې همداراز وئيل شوي دي ومقدسه دفاع د پیاوړي ایران په لور دحرکت، پر ځان ملی باؤر او داقتدار دتولید لپاره په یوه تاریخي فرصت بدله شوه. د نړیوال استکبار په هر اړخیز ملاتړ سره د ایران د ولس په ضد اته کلن تپلي جنګ ،په عین حال کې د دښمن سټراټژيکې ماتې ، او هم د ایران دملت او اسلامی نظام لپاره ډيرې بریاوې او برکتونه له ځان سره درلودلي دي .
د ایران د پوځ دلوئې د رستیز والۍ په دغې اعلامیې کې همداراز وئیل شوي دي مقدسې دفاع،مقاومت د اسلامی نړۍ لپاره په یوې سټراټژيکې بیلګې بدل کړ او د مخه نیونکي قدرت په رامینځةکولو او لوړتیا سره ئې ددښمنانو دمختلفو پوځي امنیتی اوحتی سیاسی او اقتصادي ګواښونو په وړاندې د هیواد لپاره تل پاتې امنیت ډالۍ کړ.