د ایران خلاف رسندوي حملې په هیروشیما د کیمیايي بمبارۍ په شان دي
د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران مشر قومندان د ایراني ځوانانو خلاف د دښمنانو رسندوي یرغلونه په هیروشیما او ناګاساکي باندې ایټمي بمباریو ته ورته وبلل
د ایرنا د خبر له مخې، جنرال حسین سلامي د تهران پوهنتون د ایثارګرانو په غونډه کښې، په دې خبرې سره چې پوهنتون د ایران د نړیوال اعتبار او شخصیت نښه ده، څرګنده کړه: نن سبا دښمنان د ذهنونو د غولولو، د زړونو د تسخیرولو، د فکر او تفکر په فضا او د ایراني ځوانانو په باورونو باندې د تسلط لپاره، پوهنتون، د خپلو ټولو هلوځلو د تمرکز ټکی ګرځولی دی.
جنرال سلامي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران ولس په اقتصادي بایکاټ، سخت کلتوري یرغل او نړیوالو رواني عملیاتو سره مخامخ دی، څرګنده کړه: د سترو هیوادونو مشران او د نړۍ ټول ترهګر له ایران سره په جنګ دي او که د ایران اسلامي جمهوریت یوه شیبه غفلت وکړي نو د هیواد برخلیک بدلیږي.
د سپاه پاسداران مشر قومندان سردار سلامي په دې خبرې سره چې دښمنان په کورنیو او نړیوالو مسائلو کښې ناتوانه دي او اسلامي ایران د پرمختګ په حال کښې دی، ټینګار وکړ: یوه ورځ ایران حتی یوه مرمۍ هم نه جوړوله خو له دغې ټولې امپراطورۍ سره یې مقابله وکړه او بریالی شو.