ایران د ډرونز په حوزې کې د خاص سټایل خاوند دی
(last modified Wed, 27 Sep 2023 00:51:06 GMT )
Sep 27, 2023 05:21 Asia/Kabul
  • ایران د ډرونز په حوزې کې د خاص سټایل خاوند دی

د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د هوافضا ځوا قوماندان  ددې خبرې په کولوسره چې  نن سبا  ایران د له سیمه ایز قدرته تیر شوی دی ،ټینګار وکړ، ایران  د ډرونز  په حوزې کې  په نړیواله سویه د یوه سټال خاوند شوی دی.

په وروستیو څو لسیزو کې د ایران د اسلامی جمهوریت دډرونز  حوزې پرمختګونه  تل اوڅاره دي او  دایران جوړې شوي بې پیلوټه الوتکې د سیمه ایزو نښتو رامینځةکیدا  ته په پام سره د څارنې او پيژندنې ، ټارګټ م وندنې او د سیمې د جنګ په ډګرونو کې د یرغلیزو عملیاتو  داجرا په زمینو کې ئې  خپل  لا لوړ ارزښت نندارې ته وړاندې کړی دی.

د ایران اسلامی جمهوریت  اوس  د نړۍ دهغو ګوته په شمیر هیوادونو برخه ده چې د ډرونز په مختلفو ډولونو ،پلانونې ،پراختیا او جوړونې زمینې کې  مخ په پراختیا بهیر  لري.

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د سپاه پاسدارانو د هوافضا ځواک قوماندان سردار تورن جنرال امیر علی حاجی زاده   روښانه کړې ده ، ایران د  ډرونز په حوزې کې په نړیواله سویه ځلیدلی  دی او  د ټکنیک اوټکټیک  په حوزې کې  د  سټایل خاوند دی .

سردار حاجي زاده ددې خبرې په کولو سره چې ایران نن سبا  له ډرونز څخه  یوازې د  پيژندنې ،خیال ساتنې ، پوځي او مخه نیونکي ماموریّت لپاره استفاده نه کوي،زیاته کړه ، په غیر پوځي  حوزې کې هم له بې پیلوټه الوتکو استفاده کیږي.

 هغه همداراز د سپيڅلی دفاع  داونۍ په درنښت سره  ووئیل،د ایران په وړاندې کابو دیرش هیوادونه ودریدل څو دغه نظام نابود کړي او ایران وویشي ،خو  دایران دملت په کلکې دریدا سره  نه یوازې ددښمنانو پر جنګي تجهیزاتو ئې غلبه وکړه، بلکې  د ایران له ټاټوبی  یو مربع میټر مځکه هم له لاسه ونه وتله .

د وږي دمیاشتې یو  دیرشمه نیټه  دایران د مناسبتونو په کال هیندارې کې د مقدسې دفاع داونۍ پیل دی، په دغې یوې اونۍ کې په درست ایران کې  مختلفې دستورې  جوړیږي او په ولولې سره دغه اونۍ لمانځي .

 

ټیګونه