په ترټولو لنډوخت کې ګواښونو ته غاښ ماتونکي ځواب و رکوو
د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دمځکني ځواک د ۱۴۰۲کال د اقتدار ننداره نومې دوهمه مانوره پرون د اصفهان په نصر آباد عمومی سیمې کې د پلان شوو ماموریّتونو په بریالیتوب ا جرا سره پای ته ورسیده .
د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دمځکني ځواک قوماندان ټينګار وکړ،مځکنی ځواک همیشه تیار دی څو له هر ډول ګواښ سره په هر یوه ځاي او اندازې کې چې وي ، په ترټولو لنډ وخت کې به ورته کلک ځواب ورکړي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دمځکني ځواک د ۱۴۰۲کال د اقتدار ننداره نومې دوهمه مانوره پرون د اصفهان په نصر آباد عمومی سیمې کې د پلان شوو ماموریّتونو په بریالیتوب ا جرا سره پای ته ورسیده .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، د ایران د پوځ دمځکني ځواک قوماندان سردار کیومرث حیدري دپوځ د ۱۴۰۲ اقتدار مانورې په څنډې کې ووئيل، د اسلامی جمهوری مقدس نظام په برکت سره او د درستو قواؤ د ستر قوماندان په لارښونو سره مځکنی ځواک ماډرن شوی او په یوه متحرک هجومي او فوری ایکشن کونکي ځواک بدل شوی دی .
د ایران دپوځ دمځکني ځواک قوماندان ووئيل، دمځکني ځواک ګوته همیشه په ټریګر ده او د ولی امر مسلمین په رکاب کې هر ګواښ، په هرې سیمې او په هره اندازه چې وي ،ورته په لنډ وخت کې غاښ ماتونکي ځواب ورکوي.
سردار حیدري همداراز ووئیل، د پوځ د ۱۴۰۲ کال اقتدار مانوره ګواښونو ته په ځواب وئيلو کې یو مشق ؤ او په همدې خاطر دپوځ مځکنی ځواک تل تیار دی څو د هغو دښمنانو د بې ننګه ژوند چې وغواړي ، ددغه ټاټوبی خاورې او پولو ته په چپه سترګه وګوري ،په هماغو ثانیو کې ئې سترګې ورکږې کړي.