Oct 29, 2023 12:42 Asia/Kabul
  •  دایران اوافغانستان ځینې مطبوعات

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د قطر له امیر سره په ټیلی فونی خبرو کی ویلی دی د اسلامي هیوادونو وحدت د صیهونیسټ رژیم د نسل ختمونې ماشین درولې شی .

 

کیهان

د ایران تقریبا ټولو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم په غزې د صیهونیسټ رژیم د پوځ په مځکنی حملې د څلورم ځل لپاره د ماتې په اړه لیکلی دی چی مقاومت د اسراییلو پوځ ته څلورم ګوزار ورکړ او صیهونیسټان بیا هم ونه توانیدل غزې ته ورداخل شي .

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د قطر له امیر سره په ټیلی فونی خبرو کی ویلی دی د اسلامي هیوادونو وحدت د صیهونیسټ رژیم د نسل ختمونې ماشین درولې شی .

له نیویارک تر لندن او له اسلامبول تر پاریس بی مخینې او ستری صیهونیسټي ضد غونډې ترسره شوی چی پکې د صیهونیسټ رژیم څاروی ډوله حملې په کلکه غندل شوي دي .

د صهیونزم د ناکامیدا پړاؤپیل شوی دی . ورځپاڼه په دې اړه لیکی چی  د عزالدین قسام  کنډکونو ونیدوی ابوعبیده  په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي، د نیواکګر او جنایتکار صهیونیستي رژيم تیري او  دهولوکاسټ انجام  او  د هغوی عامې وژلې  یوازې د هغه سخت درد  نښه ده چې زغمي ئې . ابوعبیده   په غزې  د  مځکنۍ حملې  په احتمال مشتمل د صهیونیسټي رژيم  د پوځي اوسیاسی  چارواکو بیابیا  ګواښونو په غبرګون کې ټينګار  وکړ، هغه دښمن ته چې هره ورځ  خپل ګواښونه تکراروي   وایوچې  هماغه شان ئې په انتظار کې یوو ،دښمن  به  د ناکامۍ له هغه  څه لازیات تریخ خوند وڅکي  چې  تمه ئې لری اویا ورڅخه وحشت او ویره لري.

د القسام کنډکونو ویندوي  وویل، د صهیونزم  دناکامۍ وخت پیل شو ی دی او  ددښمن د  هغه پوځي اواطلاعاتي  برلاسي وخت پاي ته رسیدلی دی چې  ادعائې کوي.

هغه په دوام کې وویل، مونږ یو ځل بیا د فلسطین له شریف او مظلوم ملته غواړو چې  دغه جنګ  په تاریخ کې د خپل برخلیک ټاکونکی جنګ وګڼي  او دغه راز د  عربو مشرانو ته هم وایوو چې آیا دومره هم بې وسه او عاجز ئئ چې مرستې هم ځاي په ځاي نشئ کولئ  او  غزې تړانګې ته ئې نشئ رسولئ. ؟ 

ابو عبیده دغه راز وویل  د بندیانو د دوسیې په باب  تماسونه ټينګ شوي وو او د موافقې وخت ؤ، خو دښمن  ورڅخه ډډه وکړه ، او فرصت ئې له لاسه ورکړ، د مبارزانو  په منګولو کې ګیر بندیانو خوشی کیدا  د فلسطینیو بندیانو د درستو صهیونیسټي زندانونو خالی کیدا ته ضرورت لري.که دښمن وغواړي په یوځاي د بندیانو دوسیه ختمه کړي نو ورته تیار یوو  او که  په مختلفو  مرحلو کې د بندیانو ددوسیې د ویشلو لپاره  لاره غواړي،  بیا هم ورته تیار یوو.

بلومبرګ لیکلی دی د ایران د تیلی بایکاټونو رژیم نړیدلی دی .

د امریکا جمهوری غواړی سینټر لینډسی ګراهم وایی مخکې ایران له مونږه ویریده او دا مونږه یو چی له ایرانه ویریږو .

د ایران د سپاه عمومي قوماندان وایی که صیهونیسټان په غزې کې مځکنې جنګ وکړی نو و به نغرل شی .

سپینه ماڼۍ ادعا کوی چی اسراییل په غزې په حملې کی هیڅ سره کرښه نلری .

 

جمهوری اسلامی

 

د ایران خارجه وزیر د ملګروملتو له سرمنشی سره په کتنه کې په غزې کې د نسل وژنې د سملاسی بندولو غوښتنه وکړه .

ورځپاڼه په دې  اړه په یوه راپور کی لیکلی دی چی د ایران خارجه وزیر امیر چې د فلسطین په اړه د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په بیړنۍ غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی وو، د ملګرو ملتو له سرمنشي سره یې د کتنې پر مهال د غزې تړانګې وروستي وضعیت او په سیمه کې د وروستیو تحولاتو په اړه خبري اتري کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د جمعې په ورځ د ملګرو ملتو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې وکتل او دواړو لورو د لویدیځې اسیا د وروستیو بدلونونو، د فلسطین د مقاومتی ډلو او د صهیونیسټ رژیم ترمینځ د شخړو او د غزې په تړانګه کې د کړکېچن حالت په اړه خبرې اترې وکړې.

ایران د غزې د نسل ختمونې د سملاسی بندولو غوښتنه وکړه . د ملګروملتو سرمنشی هم ویلی دی په غزې کې وضعیت غمیزناک دی .

د ملګروملتو عمومی اسمبلۍ هم په غزې کې د سملاسی اوربند وړاندیزی پریکړه لیک تصویب کړ .

د غزې د شهیدانو شمیر ۷۷۰۳ ته زیات شو .

سپینه ماڼي وایی اسراییلو لپاره سره کرښه نه ټاکو .

صیهونیسټ رژیم نړیوال خبریالان په قتل وګواښل .

دغزې په جنګ کې د اسرائیلو ترڅنګ امریکائي کمانډوز هم موجود دي .ورځپاڼۍ په دې اړه لیکلی دی چی دامریکا  Military Watch Magazine»   چی د پوځي او امنیتی موضوګانو په باب لیکنې کوي ،په یوې مقالې کې ایشوا کړې ده ، شته راپورونه ښئ چې  دامریکاسپیشل فورس ګمانډوز  په غزې کې ددیره حماس غورځنګ په ضد د  اسرائیلو دپوځ  له کمانډوزو سره د ګډو عملیاتو دپیلیدا لپاره  په دغې سیمې کې دیره دي .

دغې مجلې  په دوام کې د امریکا دپوځ د یوه پخواني ډګر وال ډګلاس مک ګرګور له قوله لیکلي دي،  په تیرشا و روز کې  دامریکا په لسګونو کمانډوز  له اسرائیلی کمانډوزو سره یو ځای د  خپلو بندیانو دځای دمعلومولو لپاره غزې ته ورداخل شوي دي.

په عین حال کې  د غزې تړانګې په پولو کې د مقاومتي چورلیز   مبارزانو   دتیرې شپې په یرغل کې وحشي او تیریګرو صهیونیسټانو او دهغوي  ملاتړو ته داسې درس ورکړی چې په لسګونو  کمانډوزو  مړي ئې له هغې سیمې په تښتې کې له ځان سره وړي  او نوره  ئې  د مخکې تلو جرات نه درلود او په شا شوي دي . ویل کیږي چې  د غزې   سیمې ته د  صهونیستي او امریکائی کمانډوزو د ورداخلیدا هڅه  هغه مهال ناکامه شوي چې د ددوي په لسګونو ټانکونه  او زغروال ګاډي د مقاومتي مبارزانو د راکټ لانچرو او نورو هدف وګرځیدل  او وسوځیدل.

د کابل چاپ ورځپاڼۍ

 یادونه کوو چی مونږه دغه ورځپاڼۍ له اینټرنیټه راخلو او د محتوا مسولیت یې  نه منو

هشت صبح

د خوړو نړۍوال پروګرام: د هرات خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري .

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وایي، د هرات خلک د خپل ژوند د بیارغونې لپاره له بیړنیو مرستو څخه زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

دې ادارې د یکشنبې ورځ، د لړم میاشتې په ۷مه پر اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي، چې د هرات زرګونه زلزله ځپلي په «بهر ساړه» کې خوب کولو ته اړ شوي دي.

یاد سازمان زیاته کړه: «ژمي ته یوه میاشت پاتې ده او په افغانستان کې اغیزمنې ټولنې د ژوندي پاتې کیدو لپاره ستاسو ملاتړ ته اړتیا لري.»

تر دې مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی و چې دغه سازمان په ژمي کې له اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د ازبکستان یو رسمي پلاوی کابل ته ولاړ . طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت کابل ته د ازبکستان د یوه رسمي پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.

دغه وزارت نن  د اېکس په ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې دغه پلاوی د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجه‌یوف په مشرۍ کابل ته راغلی دی.

طالبانو ویلي چې د ازبکستاني چارواکو د سفر موخه د دوه اړخیزه سوداګرۍ پراختیا، د دواړو هېوادونو تر منځ د ټرانزیټي ستونزو لپاره حل لارې موندل او په کابل کې د دغه هېواد د سوداګریزو توکو د نندارتون پرانیستل دي.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي چې په دغه پلاوي کې د دغه هېواد د کانونو، ټرانسپورټ او سوداګرۍ وزیران هم شامل دي.

تر دې وړاندې هم د ازبکستان یو ۳۰ کسیز پلاوی له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی و.

هغه مهال طالبانو ویلي وو چې د ازبکستاني چارواکو د سفر موخه«د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراخول دي.» ازبکستان له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، خو د نورو هېوادونو په څېر یې د دې ډلې رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی.

مسیر

ملګری ملتونه وایی : پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړې له سره غور وکړي . د بخښنې نړیوال سازمان د نومبر تر اولې نیټې پورې د غیرقانوني مهاجرینو د ایستلو لپاره د پاکستان پریکړې ته په اشارې سره وویل چې څه باندې ۱.۴میلیونه ناقانونه افغان کډوال ډیر زر له پاکستانه د ایستل کیدو له ګواښ سره مخ دي.

د بخښنې نړیوال سازمان دغه پریکړه په پاکستان کښې د افغانستاني ښاریزو د بشري حقوقو خلاف ورزي ګڼي او وايي چې دا کار د خوندیتوب، سوکالتیا او ابتدايي خدماتو ته د لاسرسۍ په لړ کښې جدي اندیښنې رامینځته کوي.

دغه ارګان د پاکستان له چارواکو غوښتي دي چې یاده پریکړه زرترزره لغو کړي او د بشري حقوقو په نړیوالو قوانینو پابند پاتې شي.

د تیرې اونۍ په چارشنبې یوشمیر افغانستاني کډوال په پاکستان کښې د ملګرو ملتو د کډولۍ ادارې مخې ته راغونډ شول  او د دغه سازمان په چپتیا یې اعتراض وکړ او د پاکستان د حکومت له خوا یې په زوره د ایستلو د بهیر د بندیدو غوښتنه وکړه.

له بلې خوا په پاکستان کښې د افغانستان د کډوالو شورا وايي چې د ملګرو ملتو د سرمنشي او د کډوالو منونکو هیوادونو په نامه د څو لیکونو په استولو سره یې د کډوالو په وضعیت د غور غوښتنه کړې ده خو دغو هلوځلو تراوسه هیڅ ګټه نه ده کړې.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه