د جنایتکار صهیونیسټي رژیم ناکامي قطعي ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i140782-د_جنایتکار_صهیونیسټي_رژیم_ناکامي_قطعي_ده
د خاتم الانبیاء(ص)د مرکزی غونډ قوماندان  ټينګار وکړ، د صهیونیستي رژيم سپيره ناکامي قطعي ده .
(last modified 2023-10-31T08:14:03+00:00 )
Oct 31, 2023 10:50 Asia/Kabul
  • د جنایتکار صهیونیسټي رژیم ناکامي قطعي ده

د خاتم الانبیاء(ص)د مرکزی غونډ قوماندان  ټينګار وکړ، د صهیونیستي رژيم سپيره ناکامي قطعي ده .

د ایران دخاتم الانبیاء(ص) مرکزي غونډ قوماندان سردارغلام علی رشید، د فراجا د قوماندانانو ،مرستیالانو او مسئولانو سره په کتنې کې  ووئيل،دسنټکام ، د امریکا دپوځ دسمندري اومځکني ځواکونو قوماندانان  دتل ابیب په مځکني غونډ کې د وحشي صهیونیستي رژیم  د قوماندانانو ترڅنګ  د فلسطین د مظلومو  خلکو  په ضد ددوي دو حشي ډوله یرغلونو پلانونې او لارښونې کوي.

زمونږخبریال راپور راکړ،سردار رشید ووئیل،دمیداني  ملاتړونو او لارښونو  او نیواکي فلسطین  ته دزرګونو ویجاړؤنکو  بمونو  او توغندیولیږد ته په پام سره  په سیمې کې د جنګ د محدود ساتلو  په ادعا سره  د امریکا اقدامات  هیڅ سمون نه خوري  او د  امریکاد استکباری حکومت دوه مخیتوب  او منافقت  نښه ده.

تورن جنرال رشید همداراز ووئيل،د حماس او اسلامی جهاد  په تدبیرونوسره  او د شجاع قوماندانانو ترڅنګ د فلسطین دم لت مقاومت او کلکه دریدابه ،د امریکا او وحشي صهونیسټي رژیم له سپيرې ناکامۍ پرته بل څه نه وي.