په غزې باندې بریدونه سمدستي ودروئ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i141088-په_غزې_باندې_بریدونه_سمدستي_ودروئ
د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر امریکا ته خبرداری ورکړ چي ژر تر ژره په غزې باندې جنګ ودروي که نه وي نو له سختو ګوزارونو سره مخ شي.
(last modified 2023-11-06T05:48:41+00:00 )
Nov 06, 2023 03:56 Asia/Kabul
  • په غزې باندې بریدونه سمدستي ودروئ

د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر امریکا ته خبرداری ورکړ چي ژر تر ژره په غزې باندې جنګ ودروي که نه وي نو له سختو ګوزارونو سره مخ شي.

د ایرنا له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر جنرال محمد رضا قرایی آشتیاني په ټولنیزو رسنیو کې امریکایانو ته په خطاب کې ولیکل: مونږ امریکایانو ته سپارښتنه کوو چي جنګ بند کړي او اوربند ته غاړه کښېږدوي که نه وي نو له سختو ګوزارونو سره مخ شي.

دا په داسي حال کې دی چي اسرائیل رژیم د امریکا، فرانسې او انګلیس په فوځي ملاتړ سره، په غزې باندې بریدونو ته دوام ورکوي.

د فلسطین د روغتیا وزارت له راپور سره سم، د دغو بریدونو په دوام سره، په غزې کې د شهیدانو شمېر د ۴۸۰۰ ماشومانو او ۲۵۵۰ ښځو په شمول ۹۷۷۰ او د ټپیانو شمېر ۲۴ زره ۸۰۰ تنو ته رسېدلي دي.