صهیونیسټي رژیم ته بلنه؛ د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په غونډه کې د رئیسي د نه ګډون لامل
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، صهیونیسټي چارواکو ته د بلنې له امله په اماراتو کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په غونډه کې ګډون نه کوي.
تر دې مخکې اعلان شوی وو، چې دغه کنفرانس ته له ۲۰۰ ډېر هېوادونه بلل شوي، چې د وروستیو شمېرو له مخې، د بېلابېلو هېوادونو ۱۴۰ مشران به په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د (COP28) اقلیمي کنفرانس په داسې حال کې د پنجشنبې په ورځ د نوامبر په دېرشمه په دوبۍ کې پیل شو او د ډسمبر تر دولسمې نېټې پورې به دوام وکړي، چې صهیونیسټي ورځپاڼې جروزالم پوسټ د صهیونیسټي رژيم د مشر "اسحاق هرزوګ" سفر ته په اشارې سره اعلان وکړ چې هغه غواړي په دغه غونډه کې له خپل شتون څخه استفاده وکړي او له حاضرو چارواکو سره په کتنو کې، د اسرائيلو د درېځ د پياوړتيا او د صهيونیسټي اسيرانو د خلاصون زمينه برابره کړي.
له همدې امله، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، صهیونیسټي چارواکو ته د بلنې له امله، په اماراتو کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په غونډه کې ګډون نه کوي.
کاپ ۲۸، د ملګرو ملتونو د اقلیم 28مه کلنۍ غونډه ده، چې حکومتونه د راتلونکي اقلیمي بدلون لپاره د محدودکولو او چمتووالي پر لارو چارو بحث کوي.
کاپ د "ګډون کوونکو غړو د کنفرانس" مخفف دی او د دې برخه اخیستونکي غړي په 1992 کې د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون لاسلیک کوونکي دي.