Dec 17, 2023 05:44 Asia/Kabul
  • د حضرت فاطمة الزهرا (س) د شهادت په مناسبت زموږ تسلیت ومنئ

نن (یکشنبه) د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر ۱۷مه چې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې له درېیمې نېټې سره سمون لري، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) د ګرانې لور او د نړۍ د اهل تشیع د لومړي امام، حضرت امیرالمؤمنین علي بن ابي طالب (ع) د مېرمنې حضرت فاطمة الزهرا (س) د شهادت کلیزه ده.

د اسلامي ایران مسلمان ولس هر کال، په جوماتونو، حسینیه وو او مذهبي ځایونو کې په راټولېدو سره، د کرامت، عفت او عصمت د مېرمنې د حضرت فاطمة الزهرا (سلام الله علیها) د شهادت په مناسبت ماتم کوي.

حضرت فاطمة الزهرا(س) د نبوت په پنځم کال د جمادي الثاني په شلمه نېټه په مکه مکرمه کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.

هغې حضرت له ماشومتوبه د خپل پلار، رسول الله (ص) تر لارښوونې لاندې، له الهي لوړو لارښوونو سره آشنا شو.

حضرت فاطمة الزهرا (س) له اتلس کلن ژوند وروسته، د وخت د واکمنانو د ډېرو ظلمونو او د خپل پلار حضرت محمد (ص) د وفات د درد او غم له امله، د یوه روایت له مخې، د جمادي الاول په دیارلسمه نېټه او یا هم د ۱۱ هجري قمري کال د جمادي الثاني په درېیمه نېټه، په شهادت رسېدلې ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت راډیو او ټلویزیون، د حضرت فاطمة الزهرا (س) د شهادت د کلیزې د رارسېدو په مناسبت، د نړۍ ټولو مسلمانانو او د آزادۍ مینوالو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي.

ټیګونه