Dec 28, 2023 12:22 Asia/Kabul
  • د ښځې له موضوع سره د اسلام په استدلالي او منطقي مخامخیدا باندې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود ټینګار :-

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي له زرګونو ښځو او انجلیو سره په کتنه کښې په کورنۍ کښې د ښځو د ګډون د بیلابیلو اړخونو او په ټولنه، سیاست او په بیلابیلو سویو مدیریتونو کښې د میرمنو د نامحدود فعالیت په هکله د اسلام د منطقي او د عقلاني لیدتوګي په بیانولو سره ټینګار وکړ

: په اسلام کښې د سړیو(نرانو) په شان د ښځو لپاره د هر ډول ټولنیز فعالیت لاره خلاصه ده په دې شرط چې دوه مهم حساسیتونه یعني د کورنۍ موضوع او د جنسي جاذبو له خطر څخه ساتنه رعایت شي.

حضرت ایت الله خامنه اي په دغه کتنه کښې چې پرون د حضرت فاطمه  الزهرا سلام الله علیها د زوکړې په درشل کښې وشوه د ښځې هویت او د هغې ارزښتونه ، حقوق ، دندې ، ازادیانې او محدودیتونه مهمه او ډیره ټاکونکي مسله وبلله او ویې ویل : د دغه ډیرې مهمې مسلې په هکله په دنیا کښې دوه کلي اسلامي او لویدییځ کړچارونه شته چې د یوه بل په مقابل کښې دي.»

هماغه ډول چې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود ورته اشاره وکړه د ښځې او د سړي ترمینځ د جسمي تفاوتونو شتون چې د دوې ترمینځ د  حقوقي تفاوتونو سبب کیږي په هغو مسائیلو کښې شامل دي چې په ټولنه کښې د ښځو د ازادۍ او د حقوقو په موضوع کښې یې یوشمیر شکونه رامینځته کړي دي.

په دې هکله دوې (۲)کاملا متعارضې لیدتوګي یعني د فیمینسیټي( feministy) لیدتوګي په شان د انسان محوره لیدتوګو په مقابل کښې اسلامي لیدتوګه راځي ؛په لویدیځ کښې د دود فیمیسټي کړچار په ادعا «حقوقي تفاوت» په ښځو باندې د جنسي توپیر او د ظلم  بیانونکی دی، ځکه چې عدالت د ښځې او د سړي ترمینځ د برابرۍ په کامل ډول د رعایتولو په معنا دی او هر ډول تفاوت د عدالت تر پښو لاندې کول ګڼل کیږي؛ دا په داسې حال کښې دي چې د اسلامي لیدتوګي پراساس په مطلق ډول برابر نظر په ښځو باندې د بې عدالتۍ کولو لاره خلاصوي، ځکه چې د ښځې د جنس په طبیعي تفاوتونو باندې سترګې پټول او له مخالف جنس سره د ښځې یو شان جوړول یو ډول له ښځې سره جنسي ظلم او په هغې باندې دوه چنده ظلم دی ځکه چې هغه  د ښځو د خپلو ځانونو د ورک کیدا سبب ګرځي.

بل مهم ټکی په لویدیځو هیوادونو کښې د فیمینسټي ( feministy)غورځنګ د کړچار ټولنیزې نتیجې دي ؛ او د دغه لیدتوګي پلویان هغه د ښځو پرضد د بې عدالتیو، د نابراریو ، ظلم او د کمزورتیا د ختمولو په هدف سره ګڼي او په همدې اساس د ټولو ټولنیزو جوړښتونو د بدلولو غوښتونکي دي خو په لویدیځو هیوادونو کښې حقیقتونه بل څه دي.

په لویدیځ کښې هماغه راز له ښځو سره بې عدالتیانې ،  تاوتریخوالي او نه برابریانې کیږي ‎؛ د لویدیځ پانګوال نظام له موجوده ولسواکه کلتور څخه چې په ټولو ټولنو کښې شته نفوذ لري او د موجوده سیاسي قدرتونو له لارې دغه کمزورتیا ته دوام ورکوي او په خپله زیاته ګټه ترلاسه کوي.

د لویدیځ پانګوال نظام د خپلو رسنیو او د تبلیغاتو له صنعت څخه په استفادې سره داسې ځانګړي کلتوري باورونه دودوي چې پکښې د ښځې جنسیت د ډیرې ګټې د ترلاسه کولو لپاره یوه سرچینه ده.

پر دې اساس فیمینیزم() د یوې ښځې د جوړولو په ودې باندې تمرکز سره د ښځې د وجود په نورو  جوړښتونو باندې سترګې پټوي او د نیوکه کونکو په وینا په لویدیځو هیوادونو کښې که څه هم په څو موردونو کښې ازادۍ ترلاسه کړي ديه خو له خپل فطرت سره پردې او بیګانه شوي دي او دغه مسله د لویدیځو هیوادونو د ښځو د بې هویتۍ او په نهایت کښې د هغوې د اضطراب سبب شوي ده.

په فیمینیزم(Feminism) نیوکه کونکی « ټوني ګرانټ» وايي نن سبا داسې ښکاري ښځې یوازې خپلواکه شوي دي خو له عاطفي پلوه غالبا له خپلو میندو او نیاو څخه  لا پسې محتاجه ، ناامنه، لړزانده او  یوازې(تنها) شوي او پاتې راغلي دي.

ښکاره خبره ده فیمینیزم(Feminism) او په لویدیځ کښې د هغه دودول ، هویت او هغه څه چې د ښځو د امنیت ، د جسمي او د رواني ارامښت سبب دي د سړیو او د ښځو د حقوقو د برابرۍ په نوم له هغوې څخه سلب شوي دي؛ په بل عبارت هغه څه چې د جنسیتي برابرۍ په نوم یادیږي په حقیقت کښې د ښځو د حقوقو په هکله په عدالت رعایتولو باندې سترګې پټول دي ځکه چې هغه د ښځو په ژوند باندې ډیر دباونه او لګښتونه ورتپي.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي هم دې ته په اشارې سره چې ښځه او سړی خپلو روحي او جسمي ظرفیتونو او امکاناتو ته په پام سره متفاوتې دندې لري زیاته کړه پر دې اساس د« جنسیتي برابرۍ» شعار چې ځینې کسان یې په مطلق ډول بیانوي غلط دی او هغه څه چې صحیح دی جنسیتي عدالت دی.

 

ټیګونه