د مرغومي ۹ نیټه د دښمانانو د ناکامۍ ورځ ده
(last modified Sat, 30 Dec 2023 00:57:54 GMT )
Dec 30, 2023 05:27 Asia/Kabul
  • د مرغومي ۹ نیټه د دښمانانو د ناکامۍ ورځ ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د مرغومې د میاشتې د نهمې نیټې د سترې او د ولسي حماسې د کلیزې د رسیدا په مناسبت په یوې خبر پاڼه کښې دغه ورځ د دښمانانو د ناکامۍ او د ایران د ولایتمداره خلکو د بصیرت ورایښت وباله.

نن د شنبې ورځ د مرغومي د میاشتې د نهمې نیټې د حماسې کلیزه ده.

د دیارلس سوه اته اتیایم (۱۳۸۸)هجري لمریز کال د مرغومي د میاشتې نهمه یعني د دوه زره نهم میلادي کال د دسمبر د میاشتې دیرشمه نیټه د ایران د  ټولنې د جوړښتنو له ماتونکو کسانو څخه د برائت په اعلانولو کښې د ایران د میلیونونو خلکو د سترو لاریونونو او فتنه ګرو عناصرو ته د ایران د خلکو د پریکنده ځواب د ورکولو یادونه کوي کومو چې د ولسمشرۍ د لسم پړاو په انتخاباتو کښې د درغلۍ په پلمه غلطه لاره غوره کړي وه.

د مرغومي د میاشتې نهمه نیټه د هغو خلکو د عزت ، خپلواکۍ او د بصیرت بیلګه ده چې د خپل ژوند تر پاې پورې د اسلامي انقلاب د ایډیالونو او د اسلام د اصولو د ساتلو لپاره ولاړ دي او په رسا غږ سره یې ویلي دي که چیرې دښمنان د دوې د دین په مقابل کښې ودریږي نو دوې به هم د ټولې دنیا په مقابل کښې ودریږي.

د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د مرغومي د میاشتې د سترې او ولسي حماسې د کلیزې د رسیدا په مناسبت په یوې بیانیې کښې وویل د دیارلس سوه اته اتیایم هجري لمریز کال د مرغومي د میاشتې نهمه نیټه د اسلامي ایران د انقلابي او د خبر ملت د ولایت مدارۍ او د بصیرت په دفتر کښې یوه تل پاتې ورځ ده او هغه له اسلامي نظام او ولایت سره د ایران د خلکو د ژور پیوند نښه ده او هغه د اسلامي انقلاب په تاریخ کښې د یوې ټاکونکي ورځې په توګه تل پاتې شوه.

د ایران پوځ وویل بې شکه د دیارلس سوه اته اتیایم هجري لمریز کال فتنه د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته یوه تر ټولو ستره فتنه وه خو د اسلامي انقلاب د زړور مشر حضرت ایت الله  العظمی سید علي خامنه اي هوښیارۍ او د ایران د خلکو بصیرت او پوهې دښمنان خپلو سپیرو هدفونو ته په رسیدا کښې ناکامه کړل.

 

ټیګونه