ټرور د ایران د ولس په یووالي، امنیت او سټراټیجۍ کښې هیڅ خلل نه شي اچولې
ولسمشر رئیسي: ایران د ولس دښمنان فکر کوي چې د ټرور په اوزار سره کوې شي چې خپل ناروا موخو ته ورسیږي خو د ایران ولس ثابته کړې ده چې دا جنایتونه د هغوي په پیوستون، امنیت او سټراټیجۍ کښې هیڅ خلل نه شي رامینځته کولې.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر له خپل ترک همرتبه سره په ټیلیوني خبرو کښې وویل: د ایران د ولس دښمنان فکر کوي چې د ټرور په اوزار سره کوې شي چې خپل ناروا موخو ته ورسیږي خو د ایران ولس ثابته کړې ده چې دا جنایتونه د هغوي په پیوستون، امنیت او سټراټیجۍ کښې هیڅ خلل نه شي رامینځته کولې.
پرون په کرمان کښې د شهید سردار قاسم سلیماني د مزار په لاره په ترهګرو چاودنو کښې د ګڼو ایرانیانو له شهادت او زخمي کیدو وروسته د مختلفو هیوادونو مشرانو د تسلیت پيغامونه رالیږلي او دغه ترهګري یې غندلې ده.
په دې لړ کښې ولسمشر سید ابراهیم رئیسي تیره شپه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د ټیلیفون پّ ځواب کښې، د ایران ولس ته د هغه د تسلیت او خواخوږۍ څرګندولو په قدرونې سره وویل: دا ترهګره پیښه د هغه شهید په تلین او د مزار په خوا کښې یې وشوه چې په سیمه کښې له ترهګرۍ او تشدد سره د مبارزې د اتل په توګه پيژندل کیږي.
هغه همداشان وویل چې راتلونکی د فلسطیني ولس دی او د صهیونیسټي رژیم جنایتونه به ورته هیڅ ګټه ونه کړي، ولسمشر رئیسي هیله څرګنده کړه چې د ایران او نویو هیوادونو ترمینځ په ملګرتیا، غږملتیا او صلاح مشورو سره د صهیونیسټي رژیم جنګي مشین زرترزره بند شي او د غزې خلک له روانو غمیزه ناکو حالاتو راووځي.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د ترکیې ولسمشر هم د خواخوږۍ په څرګندولو سره وویل: ضروري مې وګڼله چې د دغه سپیره ترهګر برید په وجه درته په خپله تسلیت ووایم.
هغه د دغې حملې په غندنې سره وویل: دغه برید یوځل بیا د تهرګرۍ له ټولو ډولونو سره د پریکنده مقابلې ضرورت په ډاګه کړ او ترکیه په دې مبارزې کښې د ایران ملګرې ده.
د قطر امیر شیخ «تمیم بن حمد بن خلیفه آلثاني» هم بیګا ولسمشر رئیسي ته په ټیلیفون کښې، د دغې ترهګرې پيښې په غندلو سره د ایران ولس او حکومت ته تسلیت ووایه او ويې ویل: دا مجرمانه کار د هغو کسانو له خوا شوی چې د ایران په ناامنه کولو پسې دي خو مونږ د ایراني ولس په پیوستون ډاډه یوو او ستاسو ترڅنګ ولاړ یو.
هغه همداشان څرګنده کړه: باید د یوبل په ملګرتیا او د سیمې او اسلامي نړۍ له هیوادونو سره په لا ژورو صلاح مشورو سره، د غزې د مظلومو خلکو خلاف د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو د بندولو په لړ کښې کوشش وکړو.
د ایران ولسمشر هم په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د ایران له ولس شره د قطر د امیر د غمرازي مننه وکړه او ویې ویل: د ایران ولس ثابته کړې ده چې دا ډول ترهګر اقداما د هغوي په ارادې، ملي یووالي او مقاوِمې روحیې کښې هیڅ خلل نه شي رامینځته کولې.
هغه د غزې د مظلومو خلکو خلاف د صهیونیسټي رژیم د جګړې او بریدونو د بندولو ولپاره د اسلامي هیوادونو د لازیاتې غږملتیا او صلاح مشورو غوښتونکی شو.