داعش ، په سیمه کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم نیابتي عامل :-
(last modified Sat, 06 Jan 2024 09:41:13 GMT )
Jan 06, 2024 14:11 Asia/Kabul
  • داعش ، په سیمه کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم نیابتي عامل :-

داعش ډلګۍ په تیرې پنجشنبې ورځ په داسې حال کښې د ایران په کرمان ولایت کښې د ترهګرو بم چاودنو مسوولیت پرغاړه واخیست چې دغه ډله په لویدیځې اسیا سیمې کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم یوه نیابتي(Proxy) او روزل شوي ډلګۍ ګڼل کیږي.

په تیرې چهارشنبې ورځ په داسې حال کښې چې د ایران خلک د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د پخواني قومندان حاج قاسم سلیماني او د هغه د ملګرو د شهادت د څلورمې کلیزې په دستورو کښې د ګډون لپاره د کرمان د «ګلزار شهدا» هدیرې ته روان وو دوو ترهګرو بم چاودنو په سلګونو کسان شهیدان او ژوبل کړل.

د لویدیځې اسیا سیمې شرایطو او په تیره بیا د غزې جنګ او له مقاومت ډلو څخه د صهیونیسټ رژیم درنو تاوانونو خوړلو ته په پام سره له هماغه لومړیو  څخه د  اسرائیلو رژیم او د هغه اصلي ملاتړي یعني امریکا په دغو ترهګرو حملو کښې لومړي لمبر تورن وپيژندل شو خو امریکا او صهیونیسټ رژیم د تیر وخت په شان  په دغه جنایت کښې خپل رول رد کړ؛ د بیلګې په توګه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند« میټو میلر» د ایران د کرمان د ترهګرې پيښې په هکله ادعا وکړه: واشنګټن هیڅکله د ایران په چاودنو کښې لاس نلري او داسې هیڅ دلیل نشته چې باور وکړو اسرائیلو په دغو چاودنو کښې لاس لرلی دی.

د صهیونیسټ رژیم د پوځ ویاند «ډانیل هاګاري» هم په تیرې چهارشنبې شپې  خبري کانفرنس کښې وویل په ایران کښې د بم چاودنو په هکله هیڅ نه وایو او زمونږ تمرکز د فلسطین د حماس غورځنګ پر جنګ باندی دی.

حقیقت دا دی د داعش په شان یوه ترهګره ډله د ایران د اسلامي جمهوریت د دښمانانو له پلان شوي ملاتړ پرته هیڅکله نه توانیدله دا ډول جنایت ترسره کړي.

پریکنده نښې نښانې شته چې امریکا د مقاومت له چورلیز سره د مقابلې لپاره د داعش تکفیري ترهګرې ډلې په جوړولو او پیاوړي کولو کښې رول لوبولی دی  او په عراق او سوریې او بیا په افغانستان کښې د داعش ډلې د فعالیتونو د پراخولو پرله پسې هڅې یې کړي دي؛  امریکا د لویدیځو هیوادونو د سرغنې په توګه له خپلو لویدیځو او عربو شرکاو سره یوځاې د داعش په شمول د تکفیري ترهګرو ډلو پراخ ملاتړونه کړي دي او واشنګټن خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره ترهګرو ته د یوه اوزار په توګه کتلي دي؛ او د امریکا پخواني ولسمشر ټرامپ د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین په وخت په یوې وینا کښې د هغه وخت ولسمشر باراک اوباما او د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندیده او پخوانۍ خارجه وزیره هیلاري کلینټن د داعش ډلې بنسټګران بللي وو.

دغه راز د امریکا سیاستوال «رابرټ ایف کینیډي جونیر»چې د روان میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې یې د ګډون اعلان کړی او هغه په ډیموکراټ ګوند کښې د جوبایډن سیال ګڼل کیږي د داعش ترهګرې ډلې په جوړولو کښې د امریکا په رول اعتراف کړی دی.

له بلې خوا له دې سره سره چې صهیونیسټ رژيم هم کوشش کوي د تیر وخت په شان په چوپتیا یا انکار سره د ایران د کرمان په ترهګرو  حملو کښې خپل رول رد کړي ، خو د ایران او د غه راز د نورو هیوادونو د ناامنه کولو لپاره له ترهګرو ډلو سره په ملګرتیا کښې د صهیونیسټ رژیم اوږده مخینه له دغه ادعا سره سمون نه خوري؛ د بیلګې په توګه په دوه زره نولسم میلادي کال کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځ لوی درستیز «ګادي ایزنکوت» اعتراف وکړ چې اسرائیلو په سوریې کښې ترهګرې ډلې د ځانونو د دفاع لپاره په سپکو وسلو باندې مجهز او سمبال کړي دي.

په ایران کښې هم د اټومي سائینس پوهانو د ټرور په شان په ترهګرو عملیاتو سربیره د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو په ځلونو له صهیونیسټ رژيم سره د ترهګرو ډلګیو د  نږدې  اړیکو سندونه وړاندې کړي دي او په ایران کښې  په ترهګرو حملو کښې د اسرائیلو د جاسوسۍ ادارې « موساد» رول کاملا ښکاره دی.

پر دې اساس امریکا او صهیونیسټ رژیم په داسې حال کښې د ایران په کرمان ولایت کښې په ترهګرو حملو کښې له ګډون څخه ځان د تبرئه کولو  هڅه کوي چې د دغه جنایت مسوولیت د داعش په شمول له ترهګرو ډلو سره نیغ په نیغه یا مستقیم ملاتړ او ملګرتیا ته متوجه دی.

په همدې لړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د دفتر سیاسي مرستیال« محمد جمشیدي» د کرمان ولایت له حملو وروسته په لومړیو ساعتونو کښې د امریکا ادعا ته په اشارې سره چې ویلي یې وو صهیونیسټ رژيم او امریکا د کرمان په ترهګرو حملو کښې لاس نه دی لرلی ټینګار وکړ د دغه جنایت مسوولیت د امریکا او د صهیونیسټ رژیم پر غاړه دی او ترهګر د دوې یعني د واشنګټن او تل اویو اوزارونه دي.

 

ټیګونه