Jan 21, 2024 05:30 Asia/Kabul
  • ایران  د  عراق او سوریې لپاره خپله وینه ورکړي ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د امریکا له سي این بي سي (CNBC) ټیلي ويژن سره په مرکه کې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د سوريې او د عراق له وسله والو ځواکونو او خلکو سره د مرستې لپاره د خپلو تر ټولو ښو پوځي سلاکارانو وینه ورکړي ده.

حسین امیر عبداللهیان د سویزرلینډ په « ډاووس» غونډه کښې د خپل شتون په وخت د امریکا له سي این بي سي ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل : د ایران اسلامي جمهوریت د سیمې په بدلونونو کښې تل مثبت رول لوبولی دی او په تیرو کلونو کښې عملا دا ایران و چې  د عراق او د سورې د خلکو او د حکومتونو مرستې ته ورغلی او له هغوې سره یې له داعش ډلې په مبارزې کښې مرسته کړي ده.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د سیمې په ځینو هیوادونو کښې د ترهګرو ډلو په مرکزونو باندې د ایران وروستیو حملو ته په اشارې سره وویل په ترهګرو ډلو باندې د حملو او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو مسوولانه اقدام جایزه دفاع وه او ایران د هیوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ احترام کوي او مونږ له عراق ، سوریې او پاکستان سره تر ټولو ښې اړیکې لرو خو کله چې د ایران د ملي امنیت خبره وي نو بیا له چا سره تعارف نلرو.

هغه وویل د عراق چارواکي په ښه ډول پوهیږي چې ایران د عراق امنیت خپل امنیت ګڼي او ټروریسټان د ایران او د عراق د خلکو او د حکومتونو ګډ دښمانان دي.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان دغه راز د فلسطین د ملت د ملاتړ په ترڅ کښې ټینګار وکړ صهیونیسټ رژيم یو نیواکګر رژیم دی او د فلسطین د مسلې حل لاره د ملګروملتونو په څارنې سره په فلسطیني سیمو کښې د ازادې ټولپوښتنې ترسره کول دي.

هغه په پاې کښې ټینګار وکړ چې صهیونیست رژیم په ختمیدا دی او د امریکا ولسمشر جوبایډن باید خپل برخلیک د اسرائیلو د رژیم له برخلیک سره ونه تړی او بایډن باید سمدستي له اسرائیلو خپل بشپړه ملاتړ بند کړي.

 

ټیګونه