Feb 06, 2024 11:28 Asia/Kabul
  • د ایران او بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه :۰

د تهران راډیو د اینترنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ

نن به لومړۍ د تهران چاپ «کیهان» ورځپاڼه ولولو  چې مهم سرټکي یې څه دي.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي پرون سهار د هوايي ځواک او د پوځ له یوشمیر قومندانانو او  کارکونکو سره په کتنه کښې د دیارلس سوه اوه پنځوسم(۱۳۵۷) هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په نولسمه  نیټه له حضرت امام خمیني رحمت الله علیه سره د هوايي ځواک د یوشمیر کسانو بیعت  د انقلاب ګړندي کول وبلل او زیاته یې کړه خواص د انقلاب د هدفونو د تحقق لپاره د ضروري ګړندوالي په رامینځته کولو کښې درنده دنده(وظیفه) پرغاړه لري.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې نن سبا له مستکبرانو سره جنګ د روایتونو او د ارادو جنګ دی وویل د ایران ملت د ارادو په جنګ کښې په مستکبرانو بریالی شوی او نن سبا د فکر، د وینا او د بیان د خاوندانو دنده د دغه بریالیتوب د روایت کولو لپاره هڅه ده او باید د ایران د ملت د وفادارۍ، ، ایمان،  صبر،  حماسو او  د پرمختګونو د روایتولو لپاره له ټولو فرصتونو او ظرفیتونو استفاده وشي.

د صهیونیسټ رژیم دولسم ټیلي ويژن راپور ورکړ د فلسطین د غزې تړانګې پرضد د جنګ له پیلیدا راهسې تراوسه د صهیونیسټ رژیم څه د پاسه څلور سوه پنځوس پوځیان د خپلو اسرائیلي عسکرو  په ډزو لګیدلي دي او ژوبل شوي دي او له دې مخکې هم ویل شوي وو چې لسګونو صهیونیسټ پوځیانو خپل ځانونه وژلي دي.

د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په یوه راپور کښې ویل دغه غورځنګ په تیرو یوسل شلو ورځو کښې د اسرائیلو د پوځ او د صهیونیسټ میشته ښارګیو پرضد نهه سوه یوشپیته حملې او بریدونه کړي دي.

وسله والو کسانو د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په ډیره اسماعیل خان سیمه کښې د پولیسو په یوه مرکز باندې برید کړی چې له کبله یې تراوسه لس پولیس وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي هم دي.

د جرمني د «لوفت هانزا» هوايي شرکت کارکونکي له سبا څخه کاربندیز پیلوي.

ویل کیږي چې د جرمني دغه شرکت سبا ورځ په پراخه سویه د کاربندیز لپاره پلانونه کوي.

د امریکا «نیویارک ټایمز »ورځپاڼې راپور ورکړ د چین ولسمشر «شي جین پینګ» په عمومي غونډو کښې کم د اټومي وس په اړه خبرې کوي خو د هغه د پردې شاته څرګندونې ښودنه کوي چې په تیرو لسو کلونو کښې اندیښنې او لوړ فکرونو د چین اټومي پروګرام له ژور بدلون سره مخامخ کړی دی.

د اوکراین په پوځ او حکومت کښې ستر بدلونونه راځي.

د اوکراین ولسمشر «ولودیمیر زلنسکي» د جنګ په ډګر کښې د پوځ له پراخو ماتي خوړلو وروسته په حکومت او پوځ کښې د پراخو او د سترو بدلونونو د راوستلو خبر ورکړ.

د سینیګال هیواد امنیتي ځواکونو د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ځنډیدا باندې د اعتراض کونکو کسانو د تیت پرک کولو لپاره اوښلن ګاز استعمال کړ او لسګونو کسان یې نیولي هم دي.

()

ګرانو دوستانو اوس به د تهران چاپ «اطلاعات» ورځپاڼه وګورو.

«نیویارک ټایمز» ورځپاڼې په یوه راپور کښې له ایران سره د تاوتریخوالو په زیاتیدا او په سیمه کښې د جنګونو د لمن په پراختیا باندې د واشنګټن په اندیښنو غور وکړ او د واشنګټن  د خبرو سرچینو په قول یې وویل ولسمشر جوبایډن په سوریې او عراق کښې د مقاومت ډلو پرضد د امریکا د پوځ د غچ اخیستونکو حملو په وخت له ایران سره له  نیغ په نیغه پوځ ټکر  څخه د ویریدا  په وجه په سیمه کښې د ایران د سپاه پاسداران ځواک په پوځي سلاکارانو او تاسیساتو باندې د حملې لپاره د واشنګټن د پوځي سلاکارانو وړاندیز رد کړی دی.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د ډیره اسماعیل خان په «ډاربن» سیمه کښې د پولیسو په مرکز باندې د وسله والو کسانو په برید کښې لس پولیس وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي هم دي.

ناپيژاندو وسله والو کسانو د عراق په ختیځ کښې په میسان ولایت  کښې د « عصائب اهل الحق»غورځنګ یو مهم قومندان «ناجي الکعبي »شهید کړ.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ ادعا وکړه چې اسرائیل د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د پخواني قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني د ټرور د عملیاتو د پلان برخه و خو لومړی وزیر« بنیامین نتانیاهو» له عملیاتو دوه ورځې مخکې پښیمانه شو.

ټرامپ له فاکس نیوز ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل ټاکل شوي وه چې له اسرائیلو سره یوځاې« قاسم سلیماني» ووژنو خو له عملیاتو دوه ورځ مخکې نتانیاهو پښیمانه شو او وروسته ما خپلو جنرالانو ته وویل ایا دغه کار ترسره کولای شئ او هغوې وویل هو له تا قربان شوو دا له تاسره اړه لري ما هم جنرالانو ته وویل چې قاسم سلیماني ټرور کړئ.

د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر «یو اف ګالانټ» د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله پرضد له خپلو دریځونو شاته شو او د خبرو اترو لپاره یې چمتووالی اعلان کړ.

هغه وویل اسرائیل له ډيپلوماټیکې لارې د لبنان له حزب الله سره د مسائیلو حل کولو ته تیار دی.

د صهیونیسټ رژم ټيلي ويژن راپور ورکړ چې د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه د حماس غورځنګ د عملیاتو راهسې دوه ورځې مخکې د صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو د وتلو لپاره تر ټولو بیروبار ورځ وه په دې ډول چې په یوه ورځ کښې  دیرش زره (۳۰۰۰۰)کسان له اسرائیلو ولاړل.

د اوکراین ولسمشر «ولودیمیر زلنسکي»په یوې وینا کښې د روسیې له قدرتمنو بې پایلوټه الوتکو او توغندیو سره د مقابلې پرضرورت باندې د ټینګار په ترڅ کښې وویل روسیه ،اوکراین د خپل یوه اصلي هدف په توګه ویني او په تیره بیا زمونو په اقتصادي وس او تاسیساتو باندې بریدونه کوي.

او د یمن انصار الله غورځنګ ته اړونده د صنعا د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال په »سور سمندر »کښې د امریکا له ائتلاف سره په نه ملګرتیا کولو کښې د سعودي عربستان دریځ زړور وباله او  د هغه قدرونه یې وکړه.

()

دوستانو اوس به د ځینو نړیوالو ورځپاڼو مهم سرټکي درسره شریک کړو.

()

د لندن د اقتصاد پوهنتون « ایل ایس اي» په خپله پاڼه له طالبانو سره د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې پر همکارۍ یوه تحلیلي مقاله خپره کړې ده.

د مقالې لیکوالې لکشمي منون چې له ځینو طالب چارواکو سره مرکې هم کړي استدلال کړی په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه د طالبانو په مشرۍ افغانستان سره په تعامل کې متردده ده، د اسلامي دولت ډلې د خراسان ولایت د لا زیاتې تُوندلارۍ خطر یوه جدي ستونزه رامنځته کړې ده.

د لیکوالې په باور، د افغانستان په اړه یواځې دوه انتخابه شته یو دا چې له طالبانو سره همکاري وشي څو د ترهګري په وړاندې مبارزه وکړي او یا دا چې د طالبانو او اسلامي دولت ډلې د همکارۍ خطر په غاړه واخیستل شي.

 

په مقاله کې راغلي که څه هم طالبان د داعش په وړاندې ځان برلاسی بولي او وايي چې دا ډله دومره جدي ګواښ نه شي پېښولی، خو د لیکوالې په باور په افغانستان کې ځینو مرګونو بریدونو چې مسوولیت یې داعش منلی د طالبانو دا باور برعکس ثابته کړی.

()

د سریلانکا پر وړاندې په یواځینۍ ټېسټ لوبه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ماتې د ځینو ورځپاڼو او ورزشي خپرونو پام ځان ته اړولی دی.

د هندوستان د  «هندو» ورځپاڼې سپورټ برخې لیکلي، سريلانکا په اسانۍ سره د لسو ويکټو په توپير د افغانستان له خوا ټاکل شوی د کمو منډو هدف پوره کړه او بريا يې خپله کړه.

مقاله کې د لوبو جریان ته اشاره شوې او راغلي چې افغانستان په وروستي پړاو کې سريلانکا ته د ۵۶ ډېرو کمو منډو هدف ټاکلی و.

په لیکنه کې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د لوبې پر لوړو او ټیټو برخو بحث شوی او د افغان لوبډلې لپاره د یوې مثبتې لاسته راوړنې په توګه د ځوان او چټک توپ اچوونکی بالر« نوید ځدراڼ» نوم یاد شوی چې وتوانېد په لومړي پړاو کې څلور سریلانکايي لوبغاړي اوټ کړي.

()

انډیا ټوډې ورځپاڼې هم د افغانستان او سریلانکا تر منځ د ټېسټ لوبې پر مهال د منډو او لوبو نتایجو ته پام اړولی.

افغانستان په لومړي پړاو کې ۱۹۸ منډې او په دویم پړاو کې ۲۹۶ منډې وکړې.

سریلانکا په لومړۍ پاڼۍ کې ۴۳۹ منډې جوړې کړې وې او په وروستي دور کې یې یوازې ۵۶ منډو ته اړتیا وه چې په اسانۍ سره یې پوره کړې.

دا دواړه لوبډلې به د روانې اونۍ په پای کې درې یو ورځنۍ لوبې پیل کړي او ورپسې به درې شل اوریزې لوبې هم ترسره کړي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیده نور له تاسو اجازه غواړو د خدای په امان .

 

ټیګونه