Feb 16, 2024 15:07 Asia/Kabul

د هندوستان د پلازمینې نوي ډیلی د کتاب په نړیوال  نندارتون کې د ایران د اسلامی جمهوریت سټال دهند د خلکو او  د ایران د تاریخ او کلتور  د مینه و الو  له تاودۀ او پراخ هرکلي سره  مخ شوی دی.

زمونږخبریال راپور راکړ،  دهندوستان د پوهنتونونو   استاذان، محصیلین او زده کونکي ، د نوی ډیلی  دکتاب په نړیوال نندارتون کې په شتون سره د ایران د کتاب د سټال کتنه کوي او   د ایران له تاریخ ، کلتور ، تمدن او ویاړمنو شاعرانو سره بلدیږي.

 په هندوستان   کې دایران  سفیر ایرج الهي  د نوی ډیلی د کنتاب په نړیوال نندارتون کې  د ایران د سټال دلیدو په  وخت ووئيل،  په هندي ژبه د ایرانیو آثارو ژباړل، د ایران او هند په کلتوري اړیکو کې د مهم بدلون سبب کیږي.

د  محمد په نامه یوه هندي محصیل  په دغه نندارتون کې د ایران د سټال د لیدو په وخت  ایران پریس خبری آژانس ته ووئيل،د ایران دتاریخ او کلتور  د معرفي کولو په زمینې کې  ډير ښه کتابونه  نندارې ته وړاندې شوي دي  او دا ډير ښکلی کلتور دی .

 

د حافظ شیرازي ، مولوي ، فردوشي پشمول دایرانیو شاعرانو،ټوریزم او همداراز  د حضرت امام خمیني ، داسلامی انقلاب د ستر لارښود  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د لیدتوګو  معرفي کول او  ورسره د شهید جنرال قاسم سلیماني  د شخصیّت معرفي کول ،  دایران په سټال کې  نندارې ته  دوړاندې شوو کتابونو یوه برخه ده .

 د نوي ډیلی د کتاب په نړیوال نندارتون کې  د ایران په سټال کې په فارسي، اردو  او انګریزي ژبه ژباړل شوي سلګونو کتابونه   نندارې ته وړاندې شوي دي.

د نوي ډیلی د کتاب نړیوال نندارتو د فرورۍ په لسمه پیل شوی او د فرورۍ تر  اتلسمې پورې به دوام ولري.  

 

ټیګونه