د ایران اوافغانستان مطبوعات
هاارتص هم لیکلی دی په رفح به د اسراییلو له حملې وروسته د نړۍ پښیمانی کومه ګټه ونلری .
جمهوری اسلامی
د غزي له خلکو سره دپیوستون لپاره د نړۍ په سلو ښارونو کی لاریونونه ترسره شول .
هاارتص هم لیکلی دی په رفح به د اسراییلو له حملې وروسته د نړۍ پښیمانی کومه ګټه ونلری .
د موساد یوه پخوانی چارواکی ویلی دی چی د غزې ماشومان باید سزا شي .
د افغانستان طالبان وایی چی له پاکستان سره رسمی پوله نه منو .
د فلسطین د شهیدانو شمېر نږدې ۲۹ زرو ته لوړ شو . د فلسطین د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د صهیونیستي رژیم د وروستیو څلورو میاشتو بریدونو په پایله کې ۲۸ زره ۸۵۸ تنه فلسطیني وګړی شهیدان شوي او دغه راز د ټپیانو شمېر ۶۸ زره ۶۷۷ تنو ته لوړ شوی دی.
دغه وزارت زیاتويپه تیر شاو روز کې د صهیونیسټي رژیم له لورې ۹ ځله بریدونه شوي چې له امله یې ۸۳ تنه شهیدان او ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي.
د یادونې وړده چې د صهیونیسټیانو په بریدونو کې اویا فیصده میرمنو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یو ایرانی په مصنوعي پښو د نړۍ لوړ غر ته وخاته . ایرانی غره ختوونکی سجاد سالاروند چې دواړو مصنوعي پښو د پنځه ورځو او شپو په مزل کولو سره د نړۍ تر ټولو لوړ غره کلیما نجارو لوړې څوکې ته وخوت.
هغه له ځآن سره د ایران بیرغ، د دوو شهیدانو حسین تهراني مقدام او محمود شافعي انځورنه هم دغه لوړې څوکې ته پورته کړل .
ابرار ورځپاڼه
د ګانګرس ګڼ شمیر استازیو په یوه پرانستی لیک کی ویلی دی چی بایډن د ذهنی سلامتیا ټیسټ ورکړی چی د عقل سلامتیا یی ثابته شی .
د یمن وسله وال ځواک په سره سمندرګي کې د انګلستان یوه بله تیل وړونکی کشتۍ په دقیق او مستقیم ډول په نښه کړی ده .
ټرمپ او د هغه دوه زامن د فساد او درغلیو په قضیه کې په ۳۶۳ میلیونه ډآلرو محکوم شول .ورځپاڼه په دې اړه په یوه راپور کی لیکی چی د نیویارک ایالت د یوې محکمې قاضي ارتور اینګرون ویلي: د امریکا پخوانی ولسمشر تر درې کالونو پورې نشي کولای چې په نیویارک کې سوداګریز فعالیتونه، دولتي شرکتونو پوسټونو او دولتي بانکونو د پور اخیستلو برخه کې فعالیت ترسره کړي، دغه راز به د مالي فساد له امله ۳۵۵ میلیونه ډالر جریمه هم ورکوي.
قاضي ارتور اینګرون دغه راز د ټرمپ زامن ډونالډ جونیر او ایریک په نیویارک کې د جعلي بانکي حسابونو او په سوداګریزه برخه کې د درغلیو له امله اته میلیونه امریکایي ډالر جریمه کړل.
د ټرمپ وکیل دا پریکړه "ښکاره بې انصافي" وبلله او ویې ویل چې هغه د استیناف پلان لري.
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یاد هېواد په راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د جوبایډن تر ټولو سخت او اصلي سیال بلل کیږي.
خو ټرمپ په محکمه کې ګڼ شمېر د فساد او اخلاقي قضیې لري چې په نومبر میاشت کې د ټاکنو پروسې له پیلېدو وړاندې باید حل کړي.
عراق ته د ایران د ګازو صادارات په عادي ډول دوام لري . ایران یو له هغو هېوادونو دی چې د تیلو او ګازو سترې زیرمې لري چې د لویدیځو هېوادونو له ظالمانه او غیر قانوني بندیزونو سره، سره بیا هم په زیاته اندازه تیل او ګاز ګڼ شمېر هېوادونو ته صادروي.
په عراق کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر محمد کاظم ال صادق وایي: په دې وروستیو کې، د ګازو د پایپ لاینونو د کلنۍ ساتنې ترمیماتي چارو له امله ځنډول شویو صادراتو لړۍ د پایپ لاینونو د ترمیم وروسته په عادي ډول پیل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د ایران ـ عراق د سوداګرۍ ګډې خونې غړي سید احمد حسیني ویلي وو، چې د ۱۴۰۲ کال تر پایه به عراق ته د ایران د صادراتو کچه لس میلیارده ډالرو ته ورسیږي.
نوموړي زیاته کړې وه، سره له دې چې په عراق کې د اسعارو د تبادلې د نرخ ستونزه شتون لري، خو بیا هم دغه هېواد ته د ایران صادراتو کچه مخ په لوړیدو ده.
زلنسکی وایی پوتین راتلونکو ته په کډه شویو خلکو سره ویجاړ یوکرین سپاری .
بیټ کوین له ۵۱ زره ډالرو واوښته .
کابل ورځپاڼۍ
مونږه دغه ورځپاڼۍ له اینټرنیټه راخلو او د محتوا مسولیت یی نه منو
هشت صبح
طالبان: ملګري ملتونه زموږ د رسمیت پېژندنې په تړاو غېراصولي چلن کوي . د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د ملګرو ملتونو بنسټونو ګډ راپور ته په غبرګون کې ویلي چې دا سازمان د دوی د رسمیتپېژندنې په برخه کې «غیراصولي» چلن کوي.
مجاهد شنبه د سلواغې پر ۲۸مه د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي چې په هېواد کې د ښځو حقوق «خوندي» دي او ملګري ملتونه دې له دوی سره «غیراصولي چلن» نه کوي.
نوموړي زیاته کړې چې د حکومتونو رسمیتپېژندنه ځانګړي اصول لري او په دې برخه کې د «پلمې» نه جوړېږي.
مجاهد زیاته کړې: «د رسمیت پېژندنې موضوع خپل اصول لري، د نړیوالو معیارونو له مخې دې یوازې د څو کسانو مرکې معیار نه نیول کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما)، د دغه سازمان د ښځو څانګې او د کډوالو نړیوال سازمان په خپل ګډ تازه راپور کې د طالبانو د رسمیتپېژندنې موضوع د ښځو له نظره ارزولې ده.
د دغو بنسټونو د موندنو پر بنسټ، په افغانستان کې ډېری ښځې د طالبانو د رسمیت رسمیتپېژندنې پلوۍ نه دي.
مسیر
طالبان: د دوحې په غونډه کې ګډون ګټور نه دی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دوحې په غونډه کې د خپل ګډون په اړه ویلي چې طالبان د یواځيني «مسوول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب» ګډون کوي؛ خو د دغه وزارت په ټکو، په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله بېپاېلې ګډون ګټور نه دی بلل شوی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې شنبه د سلواغې پر ۲۸مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې کړې دي.
دغه وزارت زیاته کړې چې که ملګري ملتونه موجوده حقایق درک او د څو محدودو لوریو تر «اغېز او فشار» لاندې رانه شي، نو په خبره یې، د دې امکان شته چې له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ وشي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتوني ګوتیریش په مشرۍ د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته یو «ښه فرصت» و چې د خبرپاڼې په حواله، پر اختلافي ټکو پکې په واضحې او په نتیجه ولاړې خبرې شوې وای.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې سبا د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو ځانګړو استازو په ګډون، د قطر پلازمېنې دوحه کې یوه غونډه جوړه شي.
په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړهلیک پر بنسټ، «د افغانستان د خپلواکې ارزونې» د راپور وړاندیزونه ارزول کېږي.
له دې وړاندې طالبانو ویلي و چې دې ناستې ته وربلل شوې دي.