په ایران کې د اسلامي او خبرګانو رهبرۍ شوراګانو لپاره د ټاکنو پیل
د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامي شورا د دولسمې دورې او د خبرګانو شورا د رهبرۍ ټاکنې نن سهار د دغه هېواد په ټولو ولایتونو کې پیل شوي.
د سحاب خبري شبکې د معلوماتو له مخې؛ د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامي شورا او د خبرګانو د رهبرۍ شورا د شپږمې دورې لپاره ټاکنې نن سهار په اته بجو پیل شوي دي.
په ټول ایران کې په رایه اچونه لس ساعته دوام وکړي، خو د اړتیاوو پر مهال به د والیانو او امنیه قوماندانانو له لورې د اعلان په کولو سره یې موده وغځول شي.
د اسلامي شورا د دولسمې دورې د نوماندانو تبلیغاتي کمپاین تېره ورځ سهار اته بجې پای ته رسیدلی دی.
د ایران د انتخاباتو د مرکزي دفتر ویاند محسن اسلامي وایي: هغه کسان چې د ۲۰۰۶ کال د مارچ په دوهمه نېټه زیږیدلي دي، د دې کال په انتخاباتو کې د رایې ورکولو وړ دي.
نوموړي زیاته کړه: د روان کال د مارچ د لومړۍ نیټې په انتخاباتو کې ۶۱ میلیونه ۱۷۲ زره ۲۹۸ کسان د رایې ورکولو وړ دي.
هغه وایي، نن ورځ به د ۳۰ میلیونه او ۹۴۵ زره ۱۳۳ نارینو او ۳۰ میلیونه ۲۲۷ زره ۱۶۵ ښځو لخوا رایې اچونه ترسره شي.
د ایران د انتخاباتو د قانون له مخې د رایې ورکولو عمر ۱۸ کاله دی او له دې څخه پورته عمر لرونکي کسان کولای شي چې د باوري تذکرې سره رایه ورکړي.
په دغه ټاکنو کې یوه میرمنه چې په ۱۳۰۰ کاله کې زیږیدلې او اوس ۱۰۲ کاله عمر لري، هم د رایې په ورکولو سره ونډه واخیسته.
دغه میرمنې چې د قم په علی النقی علیه السلام جومات کې د خپلې خوښې نوماند ته رایه وکاروله.