Mar 02, 2024 13:28 Asia/Kabul
  • د اسلامي ایران خلک د پارلمان او د خبرګانو د جرګې د انتخاباتو ګټونکي:

د رایو په صندوقونو کښې د اسلامي ایران د خلکو ولوله ناک شتون یوځل بیا د انتخاباتو د بایکاټ کولو لپاره د دښمانانو هڅه له ماتي سره مخامخ کړه او د هیواد لپاره یې پیاوړي اډانۍ رامینځته کړه.

د څلورو کلونو لپاره د دوه سوه نوي(۲۹۰) استازیو د انتخابولو لپاره د ایران د اسلامي شورا د دولسم پړاو انتخابات او د اتو کلونو لپاره د خبرګانو د جرګې د اته اتیا(۸۸) غړیو د انتخابولو  لپاره د دغه جرګې د شپږم پړاو انتخابات په تیرې جمعې ورځ په داسې شرایطو کښې وشول  چې خارجي دښمانانو او په ایران کښې ځینو کسانو له ډیرې مودې راهسې د دغو انتخاباتو د بایکاټ کولو په هدف سره پراخ تبلیغات پیل کړي وو.

له دغو پروپاګنډو سره سره د رایو په مرکزونو کښې د ایران د خلکو ولوله ناک شتون ثابته کړه چې خلک د ایران د اسلامي جمهوریت په نظام کښې په خپل محوریت باور لري او په انتخاباتو کښې د رایو د ورکولو په شرایطو  د پوره پینځویشت میلیونه خلکو ګډون د ایران او د هیواد  د ارګانونو لپاره ستره اډانۍ رامینځته کړه.

د ایران د اسلامي انقلاب ضد رسنیو او دښمانانو زیاتې هڅې وکړې چې په انتخاباتو کښې د خلکو د ګډون کولو اندازه له شلو(۲۰) فیصدو کمه کړي خو هغه نتیجې چې تراوسه خپرې شوي دي په دغو انتخاباتو کښې د څه د پاسه څلویښت فیصده خلکو د ګډون ښودنه کوي.

د ډیموکراسۍ په ادعا کونکو هیوادونو کښې د پارلمان د هرې څوکۍ لپاره حداکثر لس کسان سیالۍ کوي او دا په داسې حال کښې دي چې په ایران کښې دغه سیالۍ څه د پاسه پنځوسو کسانو ته رسیدلي ده؛ په حقیقت کښې په ایران هم د ایران د اداره کولو او د برخلیک په ټاکلو کښې د ګډون لپاره د خلکو ولوله او اشتیاق لوړی دی او هم سیاسي نظام حداکثره ګډون د ملي ګټو او د اقتدار د هدف د ټکي په توګه په نظر کښې نیولی دی.

په عین حال کښې داسې ښکاري د ایران د  خلکو هرکلي او په انتخاباتو کښې ګډون ته په پام سره همدا اوس دښمانانو یوځل بیا ځانونه  په ایران کښې د انتخاباتو د ترسره کیدا پرضد د بې اساسه ادعاګانو مطرح کولو او لاسوهنې ته مجبوره لیدلي دي؛ د بیلګې په توګه د ایران په چارو کښې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي مرستیال« ابرام پیلي» په تیرې جمعې ورځې کوشش وکړ چې د ایران د انتخاباتو روا والی تر پوښتنې لاندې ورولي او هغه په «ایکس» اینټرنیټ پاڼې باندې یوه خبر کښې ادعا وکړه چې د ایران حکومت له دغو انتخاباتو څخه  له ډیموکراسۍ څخه د ویټرین په توګه د استفادې کولو هڅه کوي او تراوسه یې د زرګونو کاندیدانو صلاحیتونه رد کړي دي.

 هغه وویل د ایران خلک په ښه ډول پوهیږي دغه انتخابات هره نتیجه چې ولري د دوې استازي نه دي او مونږ هم د ایران د خلکو په شان نظر لرو.»

دغه راز له دې مخکې د امریکا د خارجه وزارت ویاند «میټیو میلر» په تیرې پنجشنبې ورځ په یو لړ څرګندونو کښې هڅه وکړه په ایران کښې د انتخاباتو تر پوښتنې لاندې راوستلو سره د خبرګانو د جرګې او د اسلامي شورا د انتخاباتو په دغو پړاونو کښې د ایران د ښاریزو د کم ګډون ادعا وکړي.

د ایران د تیرې جمعې ورځې د انتخاباتو په هکله بل مهم ټکی دا دی باید فکر وکړو چې دغه انتخابات د اقتصادي بایکاټونو په شرایطو او دغه راز په کامل امنیت او سالم ډول ترسره شول چې دا هم د ایران د اسلامي نظام او د خلکو لپاره بل بریالیتوب ګڼل کیږي ځکه چې په ایران کښې اقتصادي مشکلات په انتخاباتو کښې له ګډون کولو څخه د خلکو د پښیمانه کولو لپاره د دښمنو رسنیو د استفادې وړ په تبلیغاتي چورلیزونو کښې شامل وو؛ خو په انتخاباتو کښې د رایو د ورکولو لپاره د   پینځویشت میلیونه خلکو ګډون ثابته کړه د دښمانانو له پروپاګنډو او سیاسي جنجالونو چې ورتیر شو د ایران خلکو اقتصادي مشکلات په انتخاباتو کښې د نه ګډون  کولو لپاره کومه پلمه نه ده ګرځولي.

ښکاره خبره ده د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته په بیلابیلو پړاونو کښې انتخاباتو د هیواد په سیاسي ژوند کښې اساسي رول لرلی دی؛ او په حقیقت کښې تر ټولو مهم  مکانیزم د سیاسي ډلو ګډون کول دي ؛ د ایران د اسلامي جمهوریت نظام د پرتمینه اسلامي انقلاب له لومړیو څخه د بیلابیلو انتخاباتو په ترسره کولو سره تراوسه د ټولنې د وګړو په سیاسي مشارکت سره د دیني ولسوالۍ نوي بیلګه د نړۍ خلکو ته وړاندې کړي ده.

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي هم په تهران کښې د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو د کمیټۍ په مرکز کښې د خپلې رایې له اچولو وروسته په لنډه وینا کښې وویل: د دغه میدان ګټونکی د ایران ملت دی او دغه ټاکنې  بایلونکی نه لري ځکه چې ټولو خلکو په خپلې دندې عمل کړی دی.

انتخابات د اسلامي انقلاب زیږنده ده. د خلکو رایې ټاکونکي دي او د هیواد ټولې برخې د خلکو په رایو سره ټاکل کیږي او دا موضوع د ایران د  اسلامي نظام له ویاړونو څخه ده.

 

ټیګونه