Mar 03, 2024 05:59 Asia/Kabul
  • له صهیونیسټي رژیم سره د اقتصادي اړیکو پرې کول، د دغه رژیم د جنایتونو د مخنیوي لپاره یوه عملي حل لاره ده

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د عراق له ولسمشر عبدالفتاح رشید سره په کتنه کې، له صهیونیسټي رژیم سره د تجارتي او اقتصادي اړیکو پرې کول، د صهیونیسټانو د جنایتونو د ختمولو لپاره یوه عملي حل لاره وبلله.

د ایرنا د خبر له مخې؛ سید ابراهیم رئیسي په دغه کتنه کې، د فلسطین د مسئلې په اړه په خپلو دندو کې د ځینو عربي او اسلامي هېوادونو پر بې غورۍ په نیوکې سره، له صهیونیسټي رژیم سره د تجارتي او اقتصادي اړیکو پرې کول، د صهیونیسټانو د جنایتونو د بندولو لپاره عملي حل وباله او د صهيونیسټي رژيم پر وړاندې د مقاومت د رامنځته کولو لپاره د همکارۍ د پياوړتيا پر ضرورت باندې ټینګار وکړ.

رئیسي په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت تل د یوه پیاوړي او باثباته عراق غوښتونکی دی، د اربعین د شاندارو مراسمو ترسره کول د دواړو هېوادونو د ژورو اړیکو او دیني ملګرتیا او په دې شانداره مراسمو کې د ټولو قومونو او مذهبونو له خلکو څخه د عراق د ملت کوربتوب  د درناوي او ستاینې وړ وباله.

په دغه کتنه کې د عراق ولسمشر هم په دې خبرې سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت او عراق اړیکې له جغرافیايي پولو څخه بهر او د دواړو هېوادونو په ژورو مذهبي او کلتوري اعتقاداتو کې ریښې لري، وویل: د فلسطین او غزې د مسئلې په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت پر زړور دریځ ویاړو او باور لرو تر څو چې په سیمه کې د صهیونیسټي رژیم په شان جنایتکار او جارح رژیم شتون ولري، په دغه سیمه کې به امنیت نه وي.

ټیګونه