صهیونیسټي رژیم د فلسطینیانو د تباه کولو په لټه کې دی
په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په اروپايي مرکز کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي ویلي چې د اسرائیلو نسل وژونکی رژیم په قصدي ډول د بشري بنسټونو په نښه کولو سره، د نیواکګرۍ پر وړاندې د فلسطینیانو د مقاومت له منځه وړلو په لټه کې دی.
د ایرنا د خبر له مخې، په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په اروپايي مرکز کې د ایران سفیر او دایمي استازي«علي بحرین» د دوشنبې په ورځ د بشري حقونو د شورا په ۵۵مه غونډه کې، د ۶۰ هېوادونو په استازیتوب د صهيونیسټي رژيم د جنايتونو له امله د ملګرو ملتونو د څه دپاسه ۱۵۰ تنو وژل کېدو د غندلو ترڅنګ زياته کړه، پر فلسطين باندې د نيواک په اتو لسيزو کې، نړۍ د بشري او بشردوستانه حقونو د دومره سخت حالت شاهده نه ده.
په جنیوا کې د ایران سفیر زیاته کړه، د فلسطیني ناروغانو او ټپیانو لپاره طبي مرکزونه، روغتونونه او هر ډول تاسیسات د اسرائیلي نیواکګرو له خوا په قصدي توګه تر برید لاندې راځي، چې په دې سیمه کې د طبي نظام د له منځه تلو لامل شوی دی.
په جنیوا کې د ایران سفیر په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي نیواکګرو د غیر انساني او قصدي اقداماتو په اړه د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره، په غزه کې د اسرائیلي نیواکګرو د نسل وژنې بندولو لپاره، د عدالت نړیوالې محکمې د موقت حکم د بشپړ اجرا غوښتنه وکړه.