رئیسي د سیمې په پولو او سیاسي جغرافیه کې د بدلون د نه منلو په اړه، د تهران پر ټینګ درېځ ټینګار وکړ
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ارمنستان له دفاع وزیر سره په کتنه کې، د سیمې په پولو او سیاسي جغرافیه کې د بدلون د نه منلو په اړه، د تهران پر ټینګ درېځ باندې په ټینګار سره، د سیمې د هېوادونو ترمنځ د تعلقاتو واکمنه قاعده، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی او د پردیو نه مداخله کول وبلل.
زموږ د خبریال د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، سید ابراهیم رئیسي، پرون پنجشنبه په تهران کې د ارمنستان د دفاع له وزیر "سورین پاپیکیان" او ورسره ملګري پلاوي سره په کتنه کې، د قفقاز په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګولو لپاره له هر ډول اقدام څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ ترڅنګ وویل: د سیمې د امنیت تامین، یوازې د دغه سیمې د هېوادونو له خوا رامنځته کېدای شي او بهرنیانو ته ځای ورکول امنیت نه شي راوستلي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، د ایران او ارمنستان د اړیکو د ښه والي په بیانولو سره، په مختلفو برخو کې د دواړو هېوادونو ملګرتیاوې د اړیکو د پراختیا او په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره ګټورې او مهمې وبللې.