د ایران خلکو د اسرائیلو جنایتونه په کلکه وغندل
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران په بیلابیلو ښارونو کښې لسګونو زره محصیلینو او خلکو په پراخو مظاهرو سره د صهیونیسټ رژيم جنایتونه وغندل او د فلسطین د غزې تړانګې له مظلومو خلکو څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
د تهران ګڼ شمیر خلکو بیګا په «فلسطین» میدان کښې غونډه وکړه او د قدس د نیواکګر رژیم پرضد د شعارونو په ورکولو سره یې د دغه رژیم له نویو جنایتونو سره د نړیوالو ارګانونو د چلند غوښتنه وکړه.
دغه راز د تهران په «مصلا »کښې د قران کریم د نندرتون د ترسره کیدا په ځاې کښې هم یوشمیر خلکو د غونډې په جوړولو سره د صهیونیسټ رژيم په جنایتونو باندې اعتراض وکړ او د غزې د مظلومو خلکو په ملاتړ کښې یې شعارونه ورکړل.
د تهران په «ارګ» جومات کښې هم خلکو د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو باندې د اعتراض لپاره غونډه وکړه.
د ایران په لویدیځ کښې د همدان ښار یوشمیر خلکو هم د غزې تړانګې په الشفا روغتون کښې د صهیونیسټ رژيم د غچ اخیستونکو جنایتونو د غندلو لپاره نن سهار غونډه وکړه او د جعلي صهیونیسټ رژیم بیرغونه یې وسوځول.
د مشهد او د تبریز په شمول د ایران په نورو ښارونو کښې هم د فلسطین د مظلومو خلکو د ملاتړ او په غزې کښې کښې له نسل کشۍ څخه د نفرت د څرګندولو لپاره غونډې د ترسره کیدا په حال کښې دي.
په اردن هیواد کښې هم په سلګونو خلکو په پلازمینې امان کښې د غزې تړانګې د خلکو د ملاتړ او د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو او د نسل کشۍ د غندلو لپاره مظاهرې وکړې.
د اردن امنیتي ځواکونو په دغو مظاهره چیانو چې د صهیونیسټ رژيم د سفارت په لور روان وو په اوښلن ګازونو سره برید وکړ او مظاهره کونکي یې وځپل او یوشمیر کسان چې ښځې هم پکښې شاملې دي ونیول شول.
د فلسطین په غزې تړانګه کښې په الشفا روغتون او په رفح سیمې باندې د صهیونیسټ رژیم نویو جنایتونو د دنیا د خلکو غصه راپارولي ده.
عیني کتونکي وايي چې د اسرائیلو رژيم پوځیان په غزې تړانګه کښې خلک اعداموي، نیسي یې ، خلک کوچوي او د هغوې پرضد غیر انساني اقدامات ترسره کوي.