Mar 26, 2024 05:03 Asia/Kabul
  • د حضرت امام حسن مجتبی (ع) زوکړه دې تاسو ټولو ته مبارک وي

نن (سه شنبه) د ۱۴۰۳ لمریز کال د وري د میاشتې ۷مه، چې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د روژې د مبارکې میاشتې له ۱۵مې او د ۲۰۲۴ میلادي کال د مارچ له ۲۶ نېټې سره برابره ده، د نړۍ د اهل تشیع د دویم امام، حضرت امام حسن مجتبی (ع) له نېکمرغه زوکړې سره سمون لري.

امام حسن مجتبی (ع) چې د هجرت په درېیم کال د روژې د مبارکې میاشتې په نیمایی کې، په مدینه منوره کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې، د نړۍ د اهل تشیع د لومړي امام د حضرت امیرالمؤمنین علي بن ابي طالب (ع) او د رسول الله (ص) د لور حضرت فاطمه زهرا (س) لومړنی اولاد وو، چې خدای پاک دغو دوو نیکو کسانو ته ورکړ.

حضرت علي (ع) او حضرت فاطمه (س) د خپل لومړي ماشوم د زېږېدو په ورځ، خپل ماشوم رسول الله (ص) خوا ته یوړ، ترڅو د هغه لپاره یو نوم وټاکي، رسول الله (ص) هم ورباندې د "حسن" نوم کېښود، چې معنی یې ښه او غوره شوی دی.

امام حسن (ع) دا ویاړ درلود چې د خپل ژوند ۷ کاله د خپل نيکه، د اسلام د ګران پيغمبر (ص) تر سيوري او مهربانۍ لاندې تير کړي او هغوی له دغه قيمتي فرصت څخه، د اسلام د ګران پيغمبر (ص) له ارشاداتو او لارښوونو څخه ګټه پورته کړه او له دې وروسته، ۳۰ کاله د خپل ګران پلار حضرت علي (ع) لپاره، تکړه شاګرد او مخلص مرستندوی وو.

د ایران د اسلامي جمهوریت راډیو او ټلویزیون سازمان، د حضرت امام حسن مجتبی (ع) د زوکړې په مناسبت د اهل بیت (علیهم السلام) ټولو مینوالو ته مبارکي وایي.

ټیګونه