Mar 27, 2024 17:45 Asia/Kabul
  • فلسطین د بشري نړۍ مسئله ګرځېدلې ده

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل، د غزې د مظلومو او ځواکمنو خلکو په سپېڅلي مقاومت او دریځ سره، د فلسطین مسئله، له اسلامي نړۍ څخه بهر او د نړۍ د بشریت مسئله ګرځېدلې ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د چهارشنبې په ورځ د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په کتنه کې زیاته کړه: د نړۍ خلک له صهیونیسټي رژیم او د هغه له اصلي ملاتړي یعنې له امریکا څخه کرکه او د زړه له کومي د غزې له مظلومو خلکو سره مينه لري.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر څرګنده کړه: هغه څه چې نن د نړۍ د ټولو خلکو ته ثابت شوي، د فلسطین د مسئلې حقانیت او د اسلامي جمهوریت په ګډون، د هغه د مدافعانو دریځ دی، چې جعلي او جنایتکار صهیونیسټي رژیم، په سیمه کې د ټولو ناامنیو رېښه او د سولې ضد اداره ده.

رئیسي په سیمه کې د امریکې او صهیونیسټي رژیم هر ډول ډیپلوماټیک فعالیت د فریب وړ وباله او زیاته یې کړه: د غزې وروستۍ پېښې د صهیونیسټي د ماشوم وژونکي رژیم په ملاتړ کې د امریکې او ځینو لوېدیځو هېوادونو لپاره یوه بله ستره رسوايي وه او په حقیقت کې، د امريکا او لوېديځ اصلي څېره نړۍ ته څرګنده شوه.

اسماعیل هنیه هم د فلسطین له مظلومو خلکو په ملاتړ کې د ایران د اسلامي جمهوریت د هلو ځلو په قدرونې سره، د فلسطین له مسئلې څخه په ملاتړ کې دیني او اعتقادي لیدلوری، د اسلامي جمهوریت د چارواکو د ژورو نظریو نتیجه وبلله.

ټیګونه