په تهران کې د اسرائیلو د ترور ګزینه: خامخا به اسرائیلو ته ماتې ورکوو
پارس ټوډې - د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ عمومي منشي چې د صهیونیسټي رژیم د ترور په فهرست کې ځای لري، پرون سه شنبه د تهران په آزادۍ لوبغالي کې د سلو زرو ایرانیانو په یوه غونډه کې، د فلسطین له ملت او مقامت څخه د ایران د اسلامي جمهوریت له ملاتړه په مننې سره ټینګار وکړ چې د فلسطین ملت به د قرآن او اسلام په فضل او د ایران په ملاتړ سره، پر صهیونیسټي رژیم بریالی شي.
په دې مراسمو کې «زیاد النخاله» د دې په بیان سره چې قرآنکریم مسلمانان سره متحد کړي دي زیاته کړه چې د فلسطین خلک د ایران له خلکو سره له زړه مینه لري.
پرون سه شنبه د تهران آزادي لوبغالی د حضرت محمد (ص) د لمسي او د نړۍ د اهل تشیع د دویم امام، حضرت امام حسن مجتبی (ع) د زوکړې د کلیزې په مناسبت، د امام حسني قرآني د محفل د لسګونو زرو کسانو د پراخې راټولېدنې شاهد وو.
د فلسطین د مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه هم پرن سه شنبه د اسلامي انقلاب له مشر سره په لیدنه کې، د فلسطین د مسئلې په تېره بیا د غزې له خلکو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د ولس او حکومت له ملاتړه مننه او قدرداني وکړه.
د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له ۷ نېټې راهیسي د لوېدیځو هېوادونو په بشپړ ملاتړ سره، اسرائیلي رژیم د غزې په تړانګه او د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې د بې دفاع او مظلومو فلسطینیانو په خلاف یو نوی ډله ایز قتل عام پیل کړی دی.
د وروستیو راپورونو له مخې، پر غزې د صهیونیسټي رژیم په حملو کې تراوسه څه دپاسه ۳۲ زره فلسطینیان شهیدان او څه دپاسه ۷۴ زره نور هم ژوبل شوي دي.
کلیدي کلمې: زیاد النخاله، له فلسطین څخه د ایران ملاتړ، ایران او اسرائیل، ایران او امریکا، د مقاومت محور، غزه