هند په سیمه کې د ایران مهم ملګری ګرځېدلی دی
(last modified Sat, 08 Jun 2024 07:39:55 GMT )
Jun 08, 2024 12:09 Asia/Kabul
  • هند په سیمه کې د ایران مهم ملګری ګرځېدلی دی

د ایران د اسلامي جمهوریت سرپرست ولسمشر د تهران او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو پر زیاتېدو د خوښۍ په څرګندولو سره، هند په سیمه کې د تهران مهم او ستراتیژیک ملګری بللی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت سرپرست ولسمشر محمد مخبر په یوه پیغام کې، د هند په ملي ټاکنو کې د دې هېواد د لومړي وزیر نریندرا مودي په مشرۍ د بهاراتیا جاناتا ګوند د بریا د مبارکۍ په ویلو سره، څرګنده کړه چې د ښاغلي مودي په مشرۍ او مدیریت سره، هندوستان په سیمه کې د ایران د اسلامي جمهوریت په ستراتېژيک او مهم شریک بدل شوی دی. د ایران سرپرست ولسمشر هیله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو د مشرانو په ارادې سره به، د دواړو دوستو هېوادونو ایران او هند ترمنځ، د ښو اړیکو شاهدان واوسو.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم د مخبر له پیغام څخه په مننې سره ویلي، چې ایران او هند به د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د سیمه ایزې سولې، امنیت او سوکالۍ د پیاوړتیا لپاره په ګډه خپل کار ته دوام ورکړي.

د هند د ټاکنو کمیسیون د تېرې چهارشنبې په ورځ په رسمي توګه د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې، د هندوستان د لومړي وزیر د نريندرا مودي اړوند د بهاراتيا جاناتا ګوند په مشرۍ، د ډموکراتیک ملي اتحاد(NDA) بریا اعلان کړه. د ایران او هند اړیکې په وروستیو کلونو کې په ځانګړې توګه د ایران د اسلامي جمهوریت د پخواني ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په مشرۍ د دیارلسم حکومت په رامنځته کېدو سره خورا پراخې شوې دي.

په دې موده کې نوي ډیلي او تهران ته د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په تیره بیا د بهرنیو چارو د وزیرانو پرلپسې سفرونه هم، په تیرو درېیو کلونو کې د ایران او هندوستان ترمنځ د اقتصادي او تجارتي موافقو په لاسلیکولو او عملي کولو کې، مهم رول لوبولی دی.

په وروستي مورد کې، د هند د بندرونو، د کښتیو او اوبو برخې وزیر "سارباناندا سونوال" تېره میاشت په تهران کې، د ایران په سویل ختیځ کې د چابهار بندر د ترمینلونو د تجهیز او فعالولو د تړون له لاسلیکولو وروسته، د دغه تړون لاسلیک، د دواړو هېوادونو او سیمې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره، یو مهم فرصت وباله. د هند په پانګونې سره د ایران په سویل ختیځ کې د چابهار بندر پراختیایي پلان، اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ سمبول ګرځېدلی دی.

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د چابهار بندر، د ایران یوازینی سمندري بندر دی، چې د مکران سمندر او د هند سمندر په سواحلو کې موقعیت لري. دا بندر د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله، په وچه کې د پرتو هېوادونو لکه: د افغانستان، آذربایجان او ارمنستان او د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو لکه: ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، قرغیزستان او قزاقستان په ګډون هېوادونو لپاره، نړیوالو آزادو اوبو ته تر ټولو نږدې لاره ده او خورا ډېر اهمیت لري.

د ایران چابهار بندر او آزاده سیمه، د هند سمندر، منځنۍ آسیا، قفقاز او اروپا ترمنځ د یوې خوندي او لنډې لارې له رامنځته کولو سربېره، د هند لپاره افغانستان ته هم مستقیمه لاره برابروي او نوي ډیلي هڅه کوي چې له چابهار څخه د سړک او اورګاډي لارې په پرانیستلو سره، افغانستان ته د خپلو صادراتو ترڅنګ، د دغه هېواد طبیعي زېرمې هم په کمه بیه ترلاسه کړي.

د هند د ستراتیژیکو چارو کارپوه کوتام موکرجي په دې اړه وايي:

د ایران چابهار بندر د تر ټولو مهمې اوبو لارې په توګه، چې له سمندر سره وصل دی، نه یوازې د ټرانزیټي موقعیت او د مالونو د لېږد آسانه، خوندي او ارزانه لېږد پیاوړی کوي، د ایران اسلامي جمهوریت نه یوازې په لوېدیځه او مرکزي آسیا کې، بلکې په  نړۍ کې په یوه مهم لوبغاړي بدلوي.

د چابهار بندر د پراختیا په موخه، د تهران او نوي ډیلي د اړیکو د پراختیا او هڅو ترڅنګ، باید په پام کې ونیول شي چې د تهران او نوي ډیلي اړیکې تاریخي او څو سوه کلن لرغونتوب لري، چې له څو مهمو ځانګړتیاوو څخه لکه: له فارسي ژبي او د ختیځ کلتور له تاریخي اړیکو څخه برخمنې دي، چې د ډېرو ستونزو په موجودیت سره، د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې، تل د پراختیا په حال کې دي او د هند د کانګرس د دواړو ګوندونو او هم د واکمن بهاراتیا جاناتا ګوند هندي چارواکي، د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د پراختیا او ژورتیا په اړه مختلف نظرونه لري.

له همدې امله، له ایران سره نږدې اړیکې د هند د حکومت لپاره مهمې دي، ځکه دغه هېواد د سیمه ایز انډول د رامنځته کولو او د افغانستان په ګډون په سیمه کې د خپلو اوږدمهاله امنیتي او اقتصادي ګټو د ساتنې لپاره، له ایران سره همکارۍ ته اړتیا لري. د یوه کُرِیډور په اړه د ایران، هند او افغانستان درې اړخیزه موافقه، چې ټاکل شوې له چابهار څخه افغانستان او منځنۍ آسیا ته ورسېږي او همدارنګه د شمال-سویل نړیوال ټرانسپورټي کُرِیډور، نور هغه مهم لاملونه دي، چې د دې باعث کېږي هند د ایران په اړه ستراتیژیک نظر ولري.

ټیګونه