Jun 17, 2024 07:45 Asia/Kabul
  • په روسیه کې د بریکس په لوبو کې د ایران دوهم د سرو زرو مډال

 د ايران د شوان جين ووشو استازي د بريکس په لوبو کې د سرو زرو مډال وګاټه.

د ایرنا د خبر له مخې د روسیې د کازان ښار په کوربه توب د بریکس لوبو د ووشو سیالیو په څلورمه ورځ د ایران د شوان جین ووشو فارم استازې «زهرا کیاني» د ښځو د تالو په څانګه کې د دغه فورم د سرو زرو مډال وګاټه.

زهرا کیاني تر دې مخکې په چیانګ شوی او جینشو کې هم د سپینو زرو دوه مډالونه ګټلي وو.

له دې مخکې د بريکس لوبو د ووشو سياليو په درېيمه ورځ د نارينه وو د تالو په برخه کې د ايران د ننګونن ووشو استازي "شاهين بنی طالبي" د ٩.٨٥ نمرو په ترلاسه کولو سره د سرو زرو مډال وګاټه او د دغه فورم لومړی مقام يې خپل کړ.

"شاهين بنتليبي" تر دې مخکې د نان چوان په بڼه د دغو لوبو د سپينو زرو مډال ګټلى و.

 

ټیګونه