Jun 18, 2024 11:48 Asia/Kabul
  • ایرانی ساینس پوه د بوئینګ تیارې د جټ موټور د پرو په جوړولو بریالی شوی

پارس تودی- ایرانی ساینسپوهانو د MD تیارې د جټ موټور د پرو په جوړولو سره، هغه ۲۸ بوئینګ تیارې چي د بندیزونو د امله، له کاره لوېدلي وه، له سره فعاله کړې دي.

د ایران په خلاف د لوېدیځوالو ظالمانه بندیزونه سبب شوي چي اسلامي ایران ډېرې پرمختللې او تخنیکې پرزې خپله د ځایي ماهرینو او ځایي ټکنالوژی سره، جوړې کړي.

د پارس تودې له راپور سره سم، په ایران کې د هوایي سازوسامان او د موټور د جوړولو د پوه بنسټ شرکت یو مدیر مانی رضوانی د تسنیم له خبري اژانس سره په مرکه کې وویل: له دې مخکې، په ایران کې د بوئینګ د شرکت له خوا جوړې شوې ۴۰ MD تیارې فعالې وې، لیکن له اصلاحاتو وروسته، د دغو تیارو یوازې ۱۲ یې د الوت جواز تر لاسه کړ او پاتې تیارې له کاره ولوېدې! دې مسالې ته په کتو سره په ایران کې د الوتکو مرکز مپنا  چي د ګازو او د تیلو په ډګر کې د انرژیو د بټیو لپاره د مختلفو ټوربینونو د جوړولو له تجروبې څخه برخمنه وه، د اپوټه اینجینرینګ له لارې، د بوئینګ د تیارې د JT8D موټور لپاره پرې خپله جوړې کړې.

هغه زیاته کړه: په ایراني پرو باندې د سمبالو موټورونو د کارولو لپاره د جواز د اخیستلو تخنیکي او ادارې چارې په بشپړه کېدو دي، کله چي د ایران د الوتکو سازمان په MD تیارو باندې د دغو جوړو شویو پرو د نصبولو جواز ورکړي، نو د یادو پرو د تولید کرښه به فعاله شي.

رضواني ټینګار وکړ: دغې پرې چي په ایران کې جوړیږي، قیمت به یې کابو ۸ زره ډالره وي، حال دا چي بهرني ماډلونه یې په ۲۲ زره ډالره خرڅیږي، په اوږدمهاله موده کې، دغې پرې به د نړۍ نورو هیوادونو او په ځانګړې توګه روسیې ته به هم صادرې شي، خو لومړی باید په هیواد دننه کې د دغو پرو د کارولو جوازونه تر لاسه شي، له هغه وروسته به د صادراتو لپاره یې له بهرنیو شرکتونو سره خبرې اترې پیل کړو.